Actions

Khudi-pe-sawal-kamzori-kari

From IQBAL

  خودي په سوال كمزورې كيږي


پر زمرو دي باچهي كړه، اې! چي وې له خراج وړو

نيمګړتيا درباندي وكړه، چي په خوى شوې د لومبړو

پړوكي پړوكي رنځېدلى، چي يې ته كړې نيمګړتيا ده

ستا د رنځ او د دړدونو، اصل جړه بس هم دا ده

نيمګړتيا د اوچت فكر، اوچتوالى په غلا وړل كړي

د پخو لوړو خيالونو، بله شمعه هم دا ګل كړي

وڅښه ډك د نړۍ خم دى، چي و نه ګورې بل لور ته

هم د وخت د يو جګۍ نه، خپلي نغدي كړه را پورته

د عمر غوندي له اوښه*، پسې كوز شه چابك واخله

د غيرت خبره دا ده، احسان چري د بل ماخله

په كوڅه- كوڅه به غواړې، منصبونه تر څو پوري

دا دى خوى د ماشومانو، د نچې په اس چي سوري

يو هغه فطرت چي يې خيزي، له اسمانه نظر وړاندي

دى د بل احسان پر مځكه، راګوزار كړي سر د لاندي

غريب توب لويه خواري ده، دا په سوال نوره ډېرېږي

ګدا ګر چي څو ګدا كړي، له ډېروالي هم تيريږي

د خودۍ نظام له سواله، تار په تار شي اې مينه!

او هم سوال يې تجلې كړي، د خودۍ د سينا ونه

د غوښتو په منډو ترړو، بادومه خپلې خاورې

خپلي غوښې خوړل ښه دي، د سپوږمۍ غوندي كه واورې

كه دنيا شي په تا تنګه، ناچاري پر تا خوره شي

شړق د ژوند په كډه راشي، او نه پاتې څه اسره شي

روزي مه غواړه هيچرې، د چا موړ منعم له وره

دا چينه د اوبو نه ده، اوبه مه غواړه له لمره

هسي نه د نبي( مخكښې، شرمنده صبا ولاړ يې

هسي نه په لويه ورځ بيا، منګل مروړې خپړ داړې

كه سپوږمۍ ته روزي رسي، په اسمان د لمر له شكوره

دا احسان يې پر زړه داغ شو، څه پټ نه دى ورته ګوره

لوى همت له خدايه غواړه، د اسمان سره په جنـګ شه

چي خوله ورانه په سوال نه كړې، د ملت مېړه د ننګ شه

د كعبې له پاكه كوره، چي اكښلې چا بتان دي

هغه ذات دي فرمايلي، "كسب ګر د خداى دوستان دي

د هغه په حال ژړا ده، چي د بل شكور يې پر سر دى

ملا كږه او څټ يې مات دى، چي د بل احسان پر غر دى

د بل لطف لكه تندر، خپله څټه يې كړه پر وركه

د غيرت او عزت پنګه، يې خرڅه كړله په كونجكه

پر رحمت شه چي يې سوځي، په سور لمر كښې ينه سږي

خو له خضره( هم نه غواړي، يو كنډول اوبه دا تږي

د غوښتو په شرمندګۍ يې، نه تندى اوبۀ اوبۀ شو

سړى ؤ سړى شو پاتې، لكه توري خاورې نه شو

د اسمان د لاندي هسي، ښكاره دغه بختور دي

لكه وياړ او په لويي كښې، يو سر هسكى صنوبر دي

كه هر څو يې لاس شي لاندي، پورته لا خودي د ده شي

ملا تړلى ويښ ولاړ وي، كه نصيب د ده ويده شي

سمندر په سوال غښتلى، نېز د اور دى په كچكول كښې

د خپل لاس د پرخې څاڅكي، مرغلره ده په تول كښې

بړبوكۍ غوندي تل اوسه، ياد د خپل غيرت له شوره

كه په بحر كښې دي ژوند وي، هم كوڼدي ساته نسكوره