Actions

Khudi-lahu-ishq-o-muhabat-khuni-mazbotatya-momi

From IQBAL

خودي له عشق او محبت ځنې مضبوطتيا مومي

چي پوهان يې خودي بولي، ده نقطه د نور بليږي

دا سپرغۍ د ژوندانه ده، زموږ خاوره كښې ځليږي

دا له مينې وده اخلي، مضبوطيږي په پائيدو كښې

د ژوندون په سوځېدو كښې، ځلېدو كښې بلېدو كښې

هم د ميني له اثره، سره لمبه د دې جوهر شي

چي يې پټ څه ممكنات دي، ورو ورو وده كړي بهر شي

دا ځايي د عشق له فيضه، غونډوونكي ده د اور

دى د عشق ځنې زده كړى، چي رڼا كړي جهان خور

عشق د توري له خنجره، نه وېريږي نې پروا ده

عشق پيدا دى نه له خاورې، نه اوبو او نه له باده

په دنيا كښې عشق هم روغه، او هم جنـګ دى اې هوشياره!

عشق اوبه د بقا هم دي، هم ده توره جوهر داره

عشق چي يو نظر پر وكړي، نو شين ګټ وچوي پړق شي

چي كامل خو د حق عشق وي، اخير سر تر سره حق شي

اې! د عشق سبق ته كښېنه، يو بې مثله محبوب غواړه

روغې سترګې د نوح غواړه، مين زړه د ايوب غواړه

يې د تورو خاورو موټې، دغه خاوره د كېميا كړه

د اخلاص په شونډو يې ښكل كړه، د كامل درشل پيدا كړه

د رومي غوندي په خپله، كړه دا خپله ډيوه بله

د تبرېز په سور انګار كښې، تمام روم وسوځه هله

يوه پټه معشوقه شته، ستا د زړه په كور كښې ننه

كه دي سترګې وي نو راشه، چي در ويې وينم مينه

معشوقې ورته لوګى شه، دغه داسي عاشقان دي

زړه راكښونكي نوموړي، ميخوريز ښكلي روښان دي

د هغې معشوقې مينه، د زړه زړه دومره پيدا كړي

تورې خاورې پورته يوسي، سارى يې دا د ثريا كړي

د نجد خاوره هسي تونده، د هغې له بركته

چي په وجد كښې بره لاړه، تر افلاكو هم اوچته

په زړګي د مسلمان كښې، لوى مقام د مصطفٰى( دى

كه زموږه څه عزت دى، دا له نام د مصطفٰى( دى

طور د هغه دوړو موج دى، چي يې له خوني لاړې لړې

د كعبې لوى دوڼه كړه، د هغوى هغه جونګړې

ابد كم دى دومري لوى دى، رپ د سترګو له اوقاته

وسعتونه ابد وموند، د حضور( له پاكه ذاته

دوى په اړخ لګولو، د لمسي په ټوټه باندي

د كسرٰى تاج يې را پرېوت، د امت د پښو د لاندي

د حرا د غار خلوت ؤ، د جهان سنبالي نيت هم

رده كښېښوله د قام، او د قانون او حكومت هم

سترګې يې پټې په شپو نه كړې، چي يې دومره ناكام وكړو

د خسرو د تخت د پاسه، يې امت هله آرام وكړو

شول فولاد په جنـګ كښې جاؤ له، چي به دوى توري وهلې

په لمانځه كښې به د اوښكو، مرغلرې دوى پېيلې

چي دعا بې د نصرت كړه، نور يې وو امين ويونكي

د شاهانو د نسلونو، وه دا توره غوڅونكي

دوى يو نوى آئين راوړو، په نړۍ كښې يې خېر ډېر كړو

د وړو نبو ټولو قامونو د ګديو وار يې تېر كړو

چي د دين كونجۍ يې راوړه، ور يې لرې د دنيا كړو

محمد( غوندي بل ځوى، دې دنيا كله پيدا كړو

په نظر كښې يې سره سارى، كوزه بره سپين او تور

خپل مريى سره دوى كښېيناست، په يوه تالۍ او شكور

په يو جنـګ كښې مصطفٰى ته، پېښه شوه يوه اسيره

ؤ د "طى"* قبيلې مشر، د هغه لور وه زهيره

پراته يې پښو ته ځنځيرونه، بې پړدې راغله سر توره

سترګې يې خښې وې پر مځكه، له حيا شرم پېغوره

چي نبي( د حيا دارې، سر تور والي ته نظر كړو

كړه يې پټه په پړده كښې، خپل څادر يې ور پر سر كړو

موږ د طې له هغې ښځې، ډېر بې ستره بې څادر يو

په قامونو د دنيا كښې، ورك او سپك د مچ وزر يو

د هغه د رنې څڼې، مو اسره ده په محشر كښې

په دنيا كښې به هم موږه، هغه پټ كړي په څادر كښې

كه يې لطف دى كه قهر، دغه دواړه يې شفقت دى

هغه يې دوست لره رحمت دى، دايې دښمن لره رحمت دى

دښمنانو ته چي يې كړله، د رحمت درزازه لرې

مكه والو ځولۍ يوړې، .. لاتثريب*.. مرغلرې

د وطن له قيده خلاص يو، د توحيد په لاره سر موږ

كه له دوو سترګو و خيزو، اوسو يو لكه نظر موږ

كه هر څو موږه خواره يو، په حجاز او چين ايران كښې

د يوه سحر د پرخي، څاڅكي يو په ګلستان كښې

د بطحا د ساقي سترګو، مستي كړله زموږ ژوند

د شراب او كوزې غوندي، موږ وبله سره خوند

هغه وركې له دنيا كړې، د نسب نسل خبرې

اور يې وسوځول داسي، خس خشاك له منځه لرې

بوى مو يو دى كه ګلونه، د صد برګ سره بيل ښكاري

ساه د دې نظام هغه دى، او په خپله دى بې ساري

د هغه په زړه كښې موږه، د راز پټه خزانه وو

چي ناره يې كړله پورته، راښكاره شوو په بانه وو

شته زما غلې شپېلۍ كښې، د هغه د عشق شورونه

سل سندرې اور ورينې، زما خوا كښې شته اورونه

د هغه مينه كوم څيز دى، درته څه ووايم ګلو

د هغه په بېلتانه كښې، وچ لرګى هم زړېدلو

تجلې دي د هغه چي، د مسلم هستي رڼا كړي

د هغه د لارې دوړې، لكه طور غرونه پيدا كړي

دا زما وجود ښكاره شو، د هغه په آئينه كښې

ترې زما سحر رڼا شو، داسي لمر يې په سينه كښې

په هر دم چي ناقرار يم، بس په دې كښې مي ارام دى

له سحره د محشر هم، لا ډېر تود زما ماښام دى

د سپرلي وريځ هغه دى، زه بوستان اوري راباندي

دا زما د انګور جړې، د هغه په نم دي تاندي

ما د مينې په پټې كښې، سترګې تخم و شيندلو

ننداره د ښكلي مخ مي، حاصل ځكه و ميندلو

د يثرب له پاكې خاورې، جهانونه دواړه ځار شه

چي دلبر مي پكښې اوسي، سر مي ځار له هغه ښار شه

د جامي د كلام ځار شم، له انداز او سوچه والي

چي دارو مي پكښې شته دي، د وينا د كچه والي

خزانې دي د معنو دا، كه شعرونه يې دي وېلي

مصطفٰى( يې دى ستايلى، كه ګوهر يې دي پېيلي

كتاب دواړه جهانونه، ديباچه ورته سردار دى

ټول عالم لكه مريان او، مصطفٰى( د دوى بادار دى

د شراب مستۍ يې شمارې، تر حد تيرې دي د عشق

ده يوه نامه تقليد هم، نامې ډېري دي د عشق

د بسطام* كامل تقليد كړو، خربوزه يې وه نه څكله

دا معلومه ورته نه وه، چي رسول( څنګه خوړله

كه عاشق يې نو كلكوالى، په تقليد كښې د يار ډېر كړه

ستا كمند دي داسي پوخ وي، چي يذدان پكښې را ګېر كړه

په حرا كښې د خپل زړه خو، لږ په ډډه شه نيت وكړه

له خپل ځان ځنې لږ تېر شه، د حق لور ته هجرت وكړه

ښه له حق ځنې محكم شه، د خودۍ په لوري ورشه

د هوس لات او عزٰى ته، لكه تندر ور پر سر شه

ته د عشق د لوى قوت نه، جوړ يې شاته لوى لښكر كړه

په فاران د عشق و خېزه، ځلېدونكې ځان په سر كړه

د كعبې خداى به و تاته، په لمانځه سره ځير كړي

او د "اني جاعل("، به اې مينه تا تفسير كړي