Actions

Da-ghaza-maqsad

From IQBAL

د غزا مقصد

د مسلمان د ژوند مقصد د كلمې طيبې اوچتول دي او جنـګ كه د ملكونو اخستو دپاره شي نو په اسلام كښې حرام دى

زړه* د خداى په رنـګ كښې رنـګ كړه، غوره رنـګ دى اې لاليه!

كه د عشق په ننګ ناموس يې، كلك ولاړ اې ننګياليه

مسلمان د عشق له تاوه، تل بېباكه او قاهر دى

مسلمان چي عاشق نه وي، مسلمان نه دى كافر دى

كه څه ويني كه نه ويني، خو منل به د خداى پاك كړي

هم په ويښه هم په خوب كښې، ناست روان كه څښاك خوراك كړي

د لوى پاك الله رضا شي، په رضا د ده كښې وركه

دا خبره ده هم داسي، څوك باور نه كوي ځكه

په ميدان د الاالله كښې، تمبو ښخ كړي هر څه شاته

راغلو دى په اولسونو، يو شاهد ويړې دنيا ته

او په ده شاهد نبي دى، چي سردار دى د نبيانو

چي رښتونى تر بل نه شته، يو شاهد له شاهدانو(

تېر شه تېر له قال تېرشه، د حال وروهه صدا كړه

توري شپې د عملونو، ته په نور د حق رڼا كړه

په قبا د باچهۍ كښې، دروېش زوه لري ځاى

بيدارۍ لره لېمو كښې، او په زړه كښې ياد د خداى

د خداى خوا ته تلل مقصد كړه، هر عمل چي كړې دنيا كښې

تر هغې چي راښكاره شي، د هغه جلال په تا كښې

هغه صلح دي هم شر دى، چي له كومي مقصد غير دى

كه د خداى دپاره جنـګ وي، نو دا جنـګ هم لكه خير دى

څو به زور زموږ د توري، چي د حق نوم اوچت نه دى

داسي جنـګ د قام دپاره، توره نه ده عزت نه دى

ميان مير* د خداى نيازبين، ؤ روح يـې پاك او د دين مټې

وې ښكاره يې د څټې نور ته، همګي خبري پټې

سيخ پر لار د مصطفٰى( تلو، محكم والى يې بې خبرې

په شپېلۍ د ده د تن كښې، وې د عشق سوې سندرې

اوس زموږ دا ښار د خاورې، د ده څلى سعادت دى

او هم دا زموږ دپاره، بل مشعل د هدايت دى

پاس آسمان دى پر سر ايښى، د ده داسي ده درشله

شهنشاه د هندوستان يې، مريد شوى ؤ په خپله

د باچا په زړه پټي كښې، حرص تخم رازرغون شو

چي د بل ملكونه واخلي، سر په دې تابيا تړون شو

د حرص تاؤ يې په زړه كښې، لكه سور تنور د اور وي

سرې لنبې ژبې بې دا وې، "څه راواچوه كه نور وي"(

دغه ورځو كښې تود شوى، د دكن پر مځكه جنـګ ؤ

د لښكر يې په ميدان كښې، د اكښلو تورو شرنګ ؤ

ميان مير صاحب ته لاړو، شهنشاه چي دعا واخلي

د دعا له بركته، دى دا ټوله دنيا واخلي

مسلمان خو له دنيا ځي، تل په تېښته د حق خوا ته

پخول چي د تدبير كړي، نو لاس پورته كړي دعا ته

شهنشاه وې دعا غواړم، ميان مير صاحب شو غلى

هم ټولګى د دروېشانو، شو غوږ غوږ او ساه نيولى

يو مريد له ورايه راغلو، روپۍ لاس كښې د پير خوا ته

په قراره په ادب يې، د چپتيا تيږه كړه ماته

وې چي اې كامله ځوانه! ، د تيرو نو دستګيره

شكرانه مي كړه قبوله، ډېر لږه ده اې پيره!

د محنت په سيند خويلو كښې، چي غوپه شوه زما څټه

ايله دا يوه روپۍ مي، په لمن پوري كړه غوټه

و وې پير چي دا روپۍ خو، حق د دغه شهنشاه دى

په لمرو د باچهي كښې، بېنوا وږى ګدا دى

كه يـې دي تر حكم لاندي، لمر، سپوږمۍ هم واړه ستوري

خو سلطان مو ډېر غريب دى، خوار په خوارو سترګو ګوري

په هر لوري د بل شكور ته، خواري سترګي دي نيولې

د ده لوږه سرې لنبې دي، دا دنيا يې سوځولې

قحط، طاعون د دې تابع دى، توره يـې داسي ده تاؤ ګيره

جهان وران لكه كنډر شو، دا د ده له دې تعميره

دا د ده غريبي څه ده، يو جهان يې په فرياد كړو

د تش لاس شندي يـې ګوره، هر كمزورى يې برباد كړو

د ده زور قوت دښمن شو، اوسېدونكو د جهان ته

دې شوكمار ده لار نيولې، د انسان نوعي كاروان ته

په خطا فكر روان دى، ځان تېرباسي شائې لار ته

دا يې څومره ناپوهي ده، چي تسخير وايي ناتار ته

كه فوځونه د دښمن دي، كه زموږ د شاه لښكر دى

هم د ده لوږه خنجر دى، دوه ډولي د هر يو سر دى

يوه لوږه د ګدا وي، بس ګدا لره تن سوځي

ولي لوږه د شاهانو، اولسونه وطن سوځي

د چا توره چي بمبل شي، بې له خداى كړي ګټې نوري

خپله توره يې اخير خيږي، هم له خپلې سينې پوري