Actions

Qisa-da-lal-o-koil

From IQBAL

Revision as of 12:00, 21 June 2018 by Mominamubashir (talk | contribs) (Created page with "<div dir="rtl"> '''قيصه د لعل او كوئل''' پوري ور د حقيقت ؤ، ستا پاره مي كړو لرې راشه اې د زړګي سره، نورې هم...")
(diff) ← Older revision | Latest revision (diff) | Newer revision → (diff)

قيصه د لعل او كوئل

پوري ور د حقيقت ؤ، ستا پاره مي كړو لرې

راشه اې د زړګي سره، نورې هم واوره خبرې

يوه ورځې كوئله راغله، لعل ته كښېناسته په څنګ كښې

دې وېل اې چي تل ځلېږې، د ډيوې غوندي په درنګ كښې

په يو درنګ كښې دواړه وو سو، زموږ خټه نسل* يو دى

په جنو جدا جدا يو، خو د ساه مو اصل يو دى

په تياره درنګ كښې وروسته شم، بې كسۍ مي تن ځپلى

ته په سر د باچهانو، په تاجونو كښې ټومبلى

تور مخ داسي كړم بې قدره، تورې خاورې يم د لاري

ستا نصيب داسي ښايست شو، چي چوي زړه د هندارې

كه زما له تور وجود نه، ده رڼا په انګيټو كښې

اخير وسوځم ايره شم، ژوند مي خلاص شي په بټو كښې

سر زما وهي په لتو، هر څوك وايي ده بدرنګه

سرې سكروټې را دلۍ كړي، ټول زما د ژوند په پنګه

سر سامان مي د ژړا دى، ځكه تل په ژړا زه يم

دا زما وجود چي وينې، څه خبر يې چي له څه يم؟

يم هغه خوره لوخړه، چي را يو ځاى او سړه شي

سرمايه زما سپرغۍ ده، په ټس والوځي او مړه شي

ستا د ستورو غوندي خوى دى، هم دي مخ هسي ځلېږي

هره ډډه دي رڼا كړي، هر يو اړخ دي بليږي

كله ته لوړو ماڼو كښې، د قيصر د سترګو تور يې

كله ستا نه ښايست اخلي، د خنجر په موټي سور يې

ورته لعل ووې چي غوږ كړه، نصيحت دى كه يې واورې

روڼ غمى ځنې جوړيږي، چي پخې شي تورې خاورې

چي په خپله خوا او شا كښې، ملا تړلې تل په جنـګ وي

شي د كاڼي غوندي كلكې، هم د كاڼي غوندي يې رنـګ وي

له پخوالي نه موندلې، زما تن دي رڼاګانې

په سينه كښې مي هم نور دى، لكه وينې مي خواګانې

ته يې ځكه داسي خواره، چي وجود د كچه رغړي

ځكه وسوې او ايره شوې، چي بې خونده دي ستا غړي

اوسه بې غمه بې وېرې، په نړۍ كښې بې وسواسه

په كلكوالي كړه ځان كاڼى، كمه مه شې له الماسه

هر چه كلك وي په زغملو، هر چه كلك وي په نيولو

منور كړي دواړه داره، د خپل نور په ځلولو

د هغه هم اصل خاوره، چي تور كاڼى شي بللى

د حرم په ګرېوانه كښې، چي كوم سر دى را اوكښلى

شوه د طور نه هم لا ډېره، مرتبه د هغه پورته

ښكلى مخ د ښكلولو، شو هغه سور ته هم تور ته

د عزت ژوندون كه غواړې، نو پيدا كړه ښه پوخوالى

ناتواني كه ناچاري دي، دا پيدا كړي نه پوخوالى