Actions

Qisa-da-hagha-zalmi

From IQBAL

قيصه د هغه زلمي

چي د مرو ښار نه د سيد مخدوم علي هجويريرح دربار ته وراغلو او د دښمنانو د ظلمونو ژړا يې وژړله

د خداى داسي نازولى، هجويري* بابا نوملى

چي خواجه چشتي زيارت له، ؤ د ده صاحب راغلى

په مزلو ده لمنې، څيري ويري د هر غر كړې

د دې هند په شاړه مځكه، د سجدو دانې ده كر كړې

په رڼا د مخ يې نوى، د فاروق( وختونه بيا كړل

هم د حق توغونه پورته، د هغه د خولې وينا كړل

د قرآن عزت ساتونكى، ؤ ولاړ د دين په ننګه

د هغه له يو نظره، د باطل خونه شوه ړنګه

د پنجاب خاوره كه مړه وه، شوه ژوندۍ يې له اثره

كه زموږه صبا روڼ دى، دا له مخ د هغه لمره

عاشق هم ريبار د عشق ؤ، زېرى روړو درنې څټې

د تندي نور يې ښكاره كړى، وې د عشق خبرې پټې

د هغه مېړني واوره، يو داستان په دې پټۍ كښې

د ټول باغ بوى او رنګونه، ځايومه په غوټۍ كښې

يو زلمى چناره ونه، مرو يې نوم د هغه ښار ؤ

د لاهور په سېمه راغلو، را روان په دغه لار ؤ

د بابا درشل ته راغلو، دا ستومان ستړى د لارې

چي دا لمر يې تورو شپو ته، ور اوږدې كړې خپلې دارې

وېل تنـګ كړى دښمنانو، زه بې بدو او بې ښې يم

په ما دى باران د كاڼو، شراب لوښى د ښېښې يم

اې د لور مقام خاونده، څه چل وښيه زه خوار يم

ژوند به څه رنـګ تېرومه، دښمنانو كښې حصار يم

ځوان ته هغه بابا ووې، چي په خټه كښې جمال ؤ

د جمال سره يې موندلى، هم په برخه كښې جلال ؤ

"لنډ نظره يې زلميه! ، بې خبر د ژوند له رازه

نه خبر يې له انجامه، نه خبر يې له آغازه

د چا ويرې ته په زړه كښې، ځايګى مه وركوه تريښ شه

پر كالۍ وړى قوت يې، لږ سره وڅنډوه ويښ شه

كاڼي كاڼي ؤ په ځان يې، د ښيښې ګومان كولو

نو د كچ غوندي كچه شو، كچ دى څيز د ماتېدلو

كه ځان وګڼې ناتوانه، لاروي حوصله پرېښوه

د خپل سر پنګه يې پخپله، د شوكمار په لاس كښې كښېښوه

چي تر څو به ته ځان شمارې، ګوډاګى د اوبو خاورې

اې شعله د طور پيدا كړه، له دې خپلې خټې ناورې

دا له خپلو عزيزانو، ګيلې مه كوه بې ځايه

دښمن د دښمنۍ هم، مه ژړا كړه مه څه وايه

دښمن نه هغه ستا دوست دى، دوست زما درباندي سود دى

كه زما په خوله يقين كړې، ستا بازار په هغه نود دى

چي د ځان د پېژندلو، له مقامه څوك خبر وي

د خداى فضل ورته وايي، كه دښمن يې زورور دى

هر دښمن لكه وريځ ده، د آسمان پر پټي ووري

د كولو قوتونه*، يې دا راويښ كاندي هر لوري

د لار كاڼي هم اوبه كړي، پوخ همت او نيت تر لري

د چړق لاره كښې دا هيڅ دي، كه وي لوړي كه ژورې

د لار كاڼى خو پرچو شي، د نيت تېغ تېره كولو

امتحان د تېرې توري، شي د لار په غوڅولو

د څاروي ژوندون دي ورك شي، ډكېدو د تښتېدو دى

چي خودي مضبوطه نه وي، نو څه خير د پاتېدو دى

چي قوت د خودۍ واخلې، ځان له ځانه خبردار كړې

بيا كه زړه دي كړله خوښه، ټول جهان به تار په تار كړې

كه دي خوښه وي چي ورك شې، له خودۍ ځنې آزاد شه

كه دي زړه غواړي چي شته شى، له خودۍ ځنې آباد شه

له خودۍ چي څوك غافل شي، دغه مرګ دى ځان و ژاړه

ته څه وايـې چي مرګ څه وي، ګني ساه چي له تن لاړه

په خودۍ كښې دومره پاس شه، چي يوسف( يې كوټه زر شه

د تياره د جېلخانې نه، تر شاهۍ پوري ځه ورشه

د خودۍ په لار روان شه، كار كوونكى ځوان د ځاى شه

ته راوړونكى د رازونو، مېړنى بنده د خداى شه"

په قيصو بيانولو، كړم د راز څهره بربنډه

زما ساه د سپرلي باد شي، خوره يوسي غوټۍ غونډه

دا خبرې دي د نورو، په ښكاره چي زه لګيا يم

ډك له خونده آدم خان ته، درخانۍ رازونه وايم