Actions

Duwamah-marhalnafs-qabu-kol

From IQBAL

دويمه مرحلهنفس قابو كول

كه پوهېږې ستا دا نفس، لكه اوښ دى ځان ساتونكى

ځان منونكى په ځان سور او، چي زړه يې غواړي كړي كوونكى

مهار ونيسه راكښلى، لكه نر مېړه زړور شه

كه ټيكركى يې د خاورې، په مړدۍ لكه ګوهر شه

خپلواكتوب كه چا جوړ نه كړو، د خپل ځان په دنيا باندي

لكه خاورې به تل پروت وي، سر د بل د پښو د لاندي

ستا صورت چي يې له خټې، د ازل په ورځ تړلو

مينه ويره يې كړه ورګډه، چي قدرت خمير لړلو

پكښې ويره د دنيا وه، د عقبٰى وه د خپل ځان وه

له هزار مصيبتونو، ويره مځكې د اسمان وه

د مال مينه د ال مينه، پكښې مينه د وطن هم

د خپلوانو هم د ښځې، پكښې مينه د مين هم

دا د خاورې اوبو خټه، تن پروره ځان آسانه

په ناكاره چارو بوخت وي، لري اوسي د حيا نه

كه امصار لااله تل وي، په لاس كښې تا نيولې

د هر خوف جادو به مات كړې، ته په يوه كوتك وهلې

هغه تن چي حق د ننه، لكه ساه پكښې غړيږي

د باطل په پښو كښې چرې، د هغه سر نه خړيږي

چي دننه ويره ورشي، په سينه كښې يې نه وي لاره

نه وېريږي د هيڅ چا نه، بې د يو پروردګاره

هغه څوك چي له ښه مرغه*، په هيواد(2) د لا اباد شي

يو د ښځې د اولاد څه، له هر غم ځنې ازاد شي

ازادي هم داسي ښايي، چي بې خدايه هر څه پرېږدي

په يوه(3) اشاره ځوى ته، چړوكۍ په مرۍ كښېږدي

كه هر څو هغه يو سر وي، خو قوت يې د لښكر وي

دا په دې چي د سر بيه، يې له باد كه تر نظر وي

لاالٰه لكه سيپۍ ده، لمونځ ګوهر دى په ښه كور كښې

مسلمان زړه ته خو لمونځ، اصغر حج دى په ده كور كښې

لمونځ په لاس د مسلمان كښې، په مثال تېره خنجر دى

له بدي(4) بې حياتو به، يې غورزولى په دې سر دى

تور لښكر د لوږو تندو، د روژې قوت وهلى

هم خېبر د تن ساتلو، شي د دې په زور ګټلى

حج فطرت د مومنانو، لا كړي روڼ او ځلېدونكى

د هجرت دى لار ښيونكى، د وطن دى سوزوونكى

دا يو داسي اطاعت دى، چي دولت د جمعيت دى

شېرازه غوندي د پاڼو، و كتاب ته د ملت دى

وركوي د زرو مينه، دا مقصد دى د زكات

كوز او بر كړي سره ساري، را پيدا كړي مساوات

حتى تنفقوا*" ته لا نور، ډېروي د زړګي زور ستا

كموي مينه د زور سره، او سپين زياتوي نور ستا

دا دي وړه سامانو ته، مضبوطتيا و ستا پر كاندي

ته به هله يې مضبوط چي، د اسلام جړې وي تاندي

"ياقوي" تل وظيفه كړه، چي څښتن د قوت زور شې

تر هغه چي د دې خاورې، په دې اوښ باندي ور سور شې