Actions

Duwamah-marhala-da-khudai-naib-tob

From IQBAL

درېيمه مرحله د خداى نائب توب

كه دي زده كړو اوښپه توب نو، به ته واخلې له جهان باج

ستا پر سر باندي به خوند كړي، ښايسته د سليمان تاج

تل به ته جهان ښايسته يې، چي تر څو آباد جهان وي

شې تاجدار د داسي ملك به، چي به تل په امن امان وي

په دنيا د خداى نائب شه، دا رښتونې ښاد منۍ دي

عناصر باندي غالب شه، دا رښتونې ښادمنۍ دي

دا دنيا د خاورو تن دى، او د خداى نائب يې ساه ده

دى د اسم اعظم سيورى، داسي ساه نه چي هوا ده

ټول د جز او كل رمزونه، چي څه دي دى ترې خبر وي

د خداى امر كړي دنيا ته، په دې زور د بر نه بر وي

كه په دې ويړه نړۍ كښې، ده جونګړه واچوله

د رب او ډيلي كړي تر ايسي، مځكه واړوي په بله

زړه يې غواړي چي ښكاره شي، ده راوړى فطرت موړ

نوي نوي ارمانونه، دى كړي نوى جهان جوړ

يو د جز او كل جهان څه، له دې مځكې تر آسمانه

زرغونه يې د خيال چمن كړي، لكه ګل هزار جهانه

هر كنډو د اومو خاورو، پوخ او كلك په يوه دم كړي

كاڼي خاورې كړي ترې لري، له بتانو پاك حرم كړي

شابازتوب د ده كړي پورته، سوى ږغ د زړه له تاره

د ده خوب وي او كه ويښه، دواړه يې وي د خداى دپاره

د ځوانۍ سره روان كړي، بوډاوالى څنګ پر څنګ دى

هرڅه هرڅه ته ښه وركړي، په كمال د ځوانۍ رنـګ دى

د انسان نوغي ته زېرى، او هم دى شي ويروونكى

هم سپاهي هم سپاهګر، او هم امير شي بروونكى

مدعا په دې دنيا كښې، دى د "علم الاسمآء*" دى

او هم راز په دې نړۍ د، "سبحان الذي اسرٰى(" دى

روښان( لاس د ده محكم دى، چي يې امصا پر ونيوله

و كامل قدرت او علم، يې سره نښتى دي وبله

شهسوار نائب چي واخلي، په خپل لاس كښې د وخت ولينې(

خشمناك شي د ده لاندي، دغه اس په ترپو وينې

له هيبته* كې خبر شې، نو وچ كړس درياب د نيل كړي

د فرعون له قيده خلاص دى، و اولاد د اسرائيل كړي

د هغه په يوه "پاڅه" د تن ګور مړى روح پاڅي

لكه ونه د چمن يې، په يو ږغ زڼى روح پاڅي

حقيقت د دى عالم ته، ده توجيه د نائب ذات

د بزرګۍ له بركته، يې عام وموندو نجات

د هغه سيورى دى داسي، ذره لمر سره اشنا كړي

هغه دومره درنه څټه، چي د ژوند قېمت سوا كړي

هديرې ته يې عمل ږغ شي، را ويښ مړي په اعجاز كړي

د عمل په طريقو كښې، را پيدا نوى انداز كړي

چي يې چرته وي مخاسته(1)، نو رڼا ورځنې خيژي

څومره څومره موسٰى ګان يې، په سينا پسې كړيږي

د ژوندون كتاب را واخلي، دى يې وكړي تفسير نوى

دى زاړه خوب لره وكړي، معنٰى نوې تعبير نوى

دا نائب د ژوند په تل كښې، يوه پټه خزانه ده

د ژوندون د ساز په تار كښې، ناورېدلې ترانه ده

دا تخليق( په لوى مضمون چي، فطرت زړه د وينو خوړ كړي

نو ايله چرته دوه بيته، د نائب د ذات را لړ كړي

له آسمانه پاس ختونكى، ؤ زموږ د خاورې زور دى

چي په دې دوړه كښې زغلي، د وخت دغه چابك سور دى

د دې نن په ايره خول كښې، و زموږ پرته ويده ده

څه زموږ د صباح ورځې، نړۍ سوځه سره لمبه ده

د يوې غوټۍ لمن كښې، دي زموږ سل ګلستانه

د صباح د سحر څړيكو، زموږ سترګې كړي روښانه

د دوران د نيلي سپوره، انتظار كښې ناست يو راشه

د دنيا د سترګو توره، ستا په لار كښې ناست يو راشه

د جهان دې هنګامې ته، رونق راشه ښې آباد كړه

د ميشتنې په نيت راشه، سوړ د سترګو دا هيواد كړه

د قامونو شور كړه غلى، د ښادۍ غوندي پرې راشه

په غوږ غوږ كښې جنت جوړ كړه، په سندرو لكه ورا شه

پاڅه وركړه جوړوونكى، يو قانون د اخوت بيا

شابه وچورلوه جام ته، د شرب د محبت بيا

په دنيا كښې بيا خورې كړه، خوشحالۍ د امن روغې

جنګيالو ته زېرى ور كړه، ورورولۍ د امن روغې

د انسان نوغې پټې دي، ته د دې پټې حاصل يې

قافله د ژوند روانه او، هم ته د دې منزل يې

خزان ونې كړې لغړې، هم بې پاڼو هم بې باره

په دې سوي باغ زموږه، يو ځل بيا راشه بهاره!

راشه موږه شرمسار يو، سترګي كوزي او پښېمان هم

ټول به تاته سجده وكړو، لوى واړه زاړه ځوانان هم

سر هسكوالى كه زموږ دى، راشه دى په وجود ستا كښې

نو كه ژوند د زهرو ګوټ دى، تېروو يې په دنيا كښې