Actions

Da-sahrae-baba-nasihat

From IQBAL

Revision as of 12:35, 21 June 2018 by Mominamubashir (talk | contribs) (Created page with "<div dir="rtl"> '''د صحرايي* بابا نصيحت''' اې! چي خاورو كښې را لوى شوې، لكه ګل پكښې هم پايې ته هم دې ښايسته...")
(diff) ← Older revision | Latest revision (diff) | Newer revision → (diff)

د صحرايي* بابا نصيحت

اې! چي خاورو كښې را لوى شوې، لكه ګل پكښې هم پايې

ته هم دې ښايسته چمن كښې، د خودۍ له نس پيدا يې

خودي مه پرېږده هيڅ چرې، ټول عمري ژوندون و مومه

كه يو څاڅكي يې نو يې به، اباسين وه نغره درومه

دغه نور د خودۍ نور دى، دا چي ته ترې برېښنده يې

كه خودي دي كړه محكمه، نو هله به پائنده يې

ويده نه شې ورته لاس كړه، چي سودمنه دا سودا ده

حفاظت د خودۍ وكړو، چي لويي په دې كښې ستا ده

لا ژوندى يې مرې له ويرې، وېرېدونكى له فنا يې

اې له سره د لوږې شم، پوهېدلى ته خطا يې

زه خبر يم راشه خوا ته، واوره ترنګ د ژوند له سازه

چي د ژوند سندره څه وي كړم خبر به دي له رازه

دي غوټه وهل په ځان كښې، په مثال د مرغلرې

بيا تړلې ملا له ځايه، رسېدل دي لرې- لرې

د ايرو په دې ډېران كښې، د سرو ټكو غونډول دي

په يو غر لمبه كېدل دي، نظرونه سوځول دي

دا د غم خو ته وسوځه، چي زړه شوه څلوېښتو

له ځان تاؤ هغه شعله شه، چي تاويږي تل په تېښتو

ځان د بل له طواف خلاص كړه، له تا ځار شم دغه ژوند دى

ځان كعبه كړه ترې تاوېږه، دغه ژوند دي ډېر يې خوند دى

وزر ووهه خيره، د دې خاورو له راكښلو

د مرغانو غوندي ګرځه، بې پروا له پرېوتلو

كه مرغۍ د الوت نه يې، شته خبره ستا په كار كښې

ته بيا مه جوړوه ځاله، د دې خاورو په تور غار كښې

علم بحر وړل ترې غواړې، په ځوليو مرغلرې

نو د زړه په غوږو واوره، د رومي بابا خبر

علم تش د تن دپاره، تور ښامار دى د ګوزار دى

علم هغه زړه چي ويښ كړي، يو ښه يار دى تل په كار دى"

د رومي بابا له حاله، ځان خبر كړه د زړه سره!

حلب(1) ښار كښې درس لوستى شو، د علمونو له دې لمره

وو د عقل دليلونه، يو ځنځير د ده په پښو كښې

او بېړۍ يې جوړېدله، بس د عقل غلغلو كښې

موسٰى وه خو بې خبره، دى د عشق د طور له سره

مينه څه وي سود يې څه وي، له سودا يې ناخبره

تشكك)1 ( او كه اشراق(2) دى، وو لګيا په دې خبرو

تل به ده پېيل هارونه، د حكمت د مرغلرو

مشائين(3) ته پرانستې ده، د سوالونو سخرې غوټې

په رڼا يې د خپل فكر، كړې ښكاره خبرې پټې

ګېر چاپېر به ترې پراته وو، كتابونه انبارونه

د يو يو به ده بيان كړل، چي په كښې وو اسرارونه

ووې شمس تبرېز ته، خپل مرشد صاحب(4) كمال

ورغلو د پير په حكم، مدرسې ته(5) د جلال

وې دا څه بحثونه كيږي، او دا څه شور او غوغا ده؟

وهم قياس استدلال دي، دا د څه چارې وينا؟

ملا سخته ورته ووې، چي خوله ونيسه څه ړوند يې

د پوهانو په خبرو، نه پوهيږې عبث خاندې

ووزه ورك له مدرسې شه، ښه پښې و باسه نه پوهيږې

قېل او قال دى د پوهانو، ستا څه كار په څه پوهېږې

ستا له پوهي ډېره پورته، دا زموږ تر منځ وينا ده

هم د دې وينا له نوره، د ادراك ښېښه رڼا ده"

د ملا بې جوړ خبرو، تاؤ د شمس* يو په څلور كړو

سرې لمبې شوې ځنې پورته، د ده روح يې سړه اور كړو

لكه تندر يې نظر ؤ، چي ور پرېوتو پر مځكه

تا د روح يې ؤ بې شانه، سرې لمبې شوې هسكې ځكه

د زړه اور شو تر چاپېره، لمبه يې درمن د ادراك كړو

لوى دفتر د فلسفې ؤ، اور ايره لكه خشاك كړو

ملاګى له خبر نه ؤ، چي عشق څه وي رنـګ يې څه وي

رباب څنګه وي د عشق او، معجزه د ترنګ يې څه وي

ده كړه چيغه "چي دا څه كړې، تا خو اور ولګولو

د حكمت دفتر د ما ته، سر تر سر وسوځولو"

هغه وې چي "مسلمان يې، خو په غاړه دي زنار دى

ذوق او حال د لېونو دى، غلى كښېنه ستا څه كار دى

د حال نخښه مو بې شانه، ستا له فكره سر بالا ده

دا د څاورو نه زر جوړ كړي، سره لمبه زموږ كېميا ده

د حكمت له يخو واورو، سرمايه ستا ودريږي

ستا د فكر له وريځو، نور څه نه ږلۍ وريږي

پاڅه پاڅه سره اورونه، د خپل ځان په خشاك بل كړه

له دې تورو خاورو هسكې، سرې لمبې ته په يو ځل كړه

د مسلم علم كامل شي، چې په زړه كښې اور پيدا كه

د اسلام معنا خو دا ده، چي اٰفلو* ته بس شا كه

ابراهيم چي ځان آزاد كړو، د افل ځنې په نره

سور انګار ورته ګلزار شو، نه ده دا پټه خبره

د حق علم ته دي شا كړه، مخ باطل ته نه وه رنګه

په يو ټوك ډوډۍ دي وركړه، دومره لويه د دين پنګه

تل په منډو ترړو سر يې، هر خوا زغلې رانجه ګورې

هيڅ له ځانه خبر نه يې، دي ځائي د سترګي تورې

برېښېدلي بمبل توره، به اوبه د حيات دركړي

ډك له زهرو تور شامار به، خپله خوله جام د كوثر كړې

هغه تور(1) بختور كاڼى، غواړه ته له درمساله

له نامه د لېوني سپي، غواړه مشك چې دركړي تا له

ولي سوز د عشق مه غواړه، په حاضر(2) علم كښې نشته

خوند د حق د جام مه غواړه، په كافر علم كښې نشته

د دې علم په رڼا كښې، څه هم ډېره موده ورك وم

وم رازدان د نوي پوهي، ځكه ډېره موده سپك وم

باغوانانو د دې باغ چي، په ما وكړو امتحان

نو راز هله راښكاره كړو، ما ته دوى د ګلستان

ګلستان نه عبرت ځاى دى، لكه ټل وي د ريديو

لكه ګل چي د كاغذ وي، دى او بتير(3) د خوشبو هيو

چي د دې ګلشن له بند يم، آزاد شوى كله راسي

د طوبٰى په څانګه ما كړه، ځاله جوړه هله راسي

د نن علم غټ پلو دى، پروت زموږه پر نظر دى

د ړانده كړو بت پرست دى، بت فروش دى هم بتګر دى

په زندان د مظاهر كښې، شا مدام دى پښې تړلى

او د خس له سرحدونو، په تلاش نه دى وتلى

زړه يې خور د ژوند په لار شو، د ده پښه چي وښويېدله

آخير ده په خپله توره، مرۍ ځان ته غمه كړله

د ده اور د رېدي اور دى، تاؤ يې نشته زما ناوري

په ښكاره تر شعلې خيژي، ننه يخ دى لكه واورې

دى ځايي د عشق له سوزه، بس راغلى دى آزاد

په نړۍ د جستجو كښې، تل ناكام دى هم ناښاد

رنځوري د عقل ډېري، عشق طبيب دى بله نه شي

عشق چي رګ ووهي ده ته، لېونتوب د عقل ښه شي

ټول عالم كه وپوهيږي، په سجده د عشق كښې سود دى

منم عقل سومنات دى، ولي عشق ورته محمود دى

عشق شراب د نوي علم، كوزګۍ ترې تشه توره

بې نصيبه د ده شپې دي، د "الله الله" د شوره

خپل شمشاد درته ښكاره شو، ډېر بې قدره بې قېمته

د بل سرو درته ښكاري، له هغه ډېره اوچته

په خپل ځان د شندي وكړې، بې ځان ډډ لكه شپېلۍ شوې

پردي ږغ ته دي غوږ كښېښو، خوند يې دركړلو للۍ* شوې

په خوزي پسې ګرځې، له پدري ښكار نه يې غواړې

ته خپل جنس ورپكښې ګورې، او پردي دوكان ته لاړې

د مسلم په غونډه غيري، ډيوې اور ولګولو

او سپرغۍ د درمسال يې، جومات و سوځولو

د كعبې له خوا او شا چي، هوسۍ تر پلل پاتې نه شو

نو دا حال يې شود نشو، كړل غلبېل د ښكاري غشو

لكه بوى د ګل چي خور وي، پاڼې هم هسي خورې شوې

د خودۍ نه تښتېدليه! ، شه راستون ذرې ذرې شوې

د قرآن غوندي كتاب كښې، د حكمت امانتګره!

تا ورك كړى خپل يووالى، بيا و مومه شابه نره

د ملت يووالى كوټ دى، په وره موږ ؤ درېدلي

د يووالي په پرېښولو، له ايمان شو لاس وينځلي

د زاړه ساقي پياله وه، هئ ټيكرى تار په تار شوه

د حجاز د مستو غونډه، خوره بېله بېله يې لار شوه

موږ په خپله كعبه كړله، په بتانو بيا ودانه

په اسلام پوري زموږه، كفر شين شو له خندا نه

شېخ دولت د اسلام بائلو، د بتانو د عشق لار كښې

د تسپو دانې ناپوهه، و پېيلې په زنار كښې

د پيرتوب دپاره نخښه، سپين وېښته دى د پيرانو

په كوڅو كښې پسې ځغلي، دخندا كړل هلكانو

وېښته سپين او زړه يې تور دى، نه پر لاالٰه انځور دى

د هوس بتان بې شماره، د هر يو زړه ورته كور دى

هر هغه پير شو چي چا كړه، اوږده ږيره لومي لومي

هئ! د دين په خرڅول كښې، خيژي دوى تر كومي كومي

دوى سره د مريدانو، شپه او ورځې په سفر وي

د ملت له ښې او بدي، ضرورت نه څه خبر وي

دوى ړانده په غبرګو سترګو، ګڼي دي نرګس صورته

سپينې خوارې تشې تورې، د ژوندي زړه له دولته

كه صوفي دى كه واعظ دى، په منصب پسې تل خوار شو

دى روان په كږو لارو، ټول ملت بې اعتبار شو

واعظ سترګې بت خانې ته، كه وي خير په ځان يې سود دى

د پاك دين مفتي تاجر شو، د فتوو بازار يې تود دى

پيران مخ په ميخانه دي، د دوى لار كرښه د مار شوه

اې يارانو! غونډه وكړئ، چي زموږه كومه لار شوه*