Actions

Da-khudi-zondond-maqsoodono-paida-kolo-khuni-di

From IQBAL

Revision as of 08:41, 21 June 2018 by Mominamubashir (talk | contribs) (Created page with "<div dir="rtl"> '''د خودۍ ژوندوند مقصدونو پيدا كولو ځنې دى''' د ژوندون بقا كه غواړې، مومه يې بس په مدعا كښې...")
(diff) ← Older revision | Latest revision (diff) | Newer revision → (diff)

د خودۍ ژوندوند مقصدونو پيدا كولو ځنې دى

د ژوندون بقا كه غواړې، مومه يې بس په مدعا كښې

دا كاروان چي سم پر لار كړي، دى جرس په مدعا كښې

چي ژوندون يې تل لټون وي، له ژوندو هغه ژوندى دى

چي آرزو لري په زړه كښې، په لټون كښې ګړندى دى

زړه دى كور آرزو چراغ دى، لره يې بل نه چي وژلى

هسي ته خاورين وجود ستا، شي د تورو خاورو څلى

پكښې ساه غوندي آرزو ده، دا جهان كه يو صورت دى

د هر هر څه په فطرت كښې، دا ارزو يو امانت دى

تمنا زړونه تاؤ ده كړل، تمنا رڼې سينې كړې

دا خو تاؤ د تمنا دى، چي سينې يې آئينې كړې

تورې خاورې په الوت كړي، قوت ور كړي تمنا ده

د انسان عقل كليم ته، لار بيونكې خضر دا ده

د ارزو له ډېره سوزه، په زړګي كښې ژوند پيدا شي

د ژوندي زړه په دنيا كښې، هر باطل وه مري فنا شي

د آرزو پيدا كولو، چي شي پاتې غه څه زړه دى

د الوت وزر يې مات دي، او جوګه د هيڅ هم نه دى

د خودۍ هنګامې ټولې، تمنا كړې را ولاړې

دا يو موج دى ناقلاره، خودي سيند بې تل او غاړې

مقصدونه كه مرغى دي، نو آرزو يې په سر جال شي

د ارزو له بركته، په تنظيم واړه افعال شي

چي ارزو په زړه كښې نه وي، ژوندى هم په مړو شماره

چي دننه سوز يې ورك شي، لمبه هم كښېني قلاره

دا زموږ بيداري سترګې، اصل څه لري خبر يې؟

د ديدار لذت شول كڅي، دا څښتن چي د نظر يې

زركو وموندى په تول كښې، كلكي پښې او سرې يې نوكې

د نغمې له سعي چوڼيو*، وموندي ژبو مخو كښې

شپېلۍ ووته له بڼه، چي بهر شوله آباده

پكښې سوې نغمه قيد وه، نو هغه هم شوه آزاده

تل ناويات لټونكي عقل، دا ختونكى تر اسمانه

څه پوهيږي چي پيدا شو، د اعجاز له كومي خوانه؟

د ارزو په دولت ډكه، زندګي چي مړه خوا شوه

پس له هغه يې د نس نه، عقل زوېګنده پيدا شوه

د قامونو د تنظيم او، قانون دود حقيقت څه دى؟

علم او فن چي تل بهيږي، د دې رود حقيقت څه دى؟

شوه آرزو له خپله زوره، پړوكي پړوكي تاره تاره

دا ترې جوړ شول صورتونه، شوه بهر چي له زړه ښاره

لاس او فاش او مغزه سترګې، كه غوږونه ستا زما دي

فكر خيال شعور او ياد شول، قوتونه كه اعضا دي

ژوند چي اس ته پونده وركړه، و وتو د جنـګ ميدان ته

دا وسلې يې كړلې جوړي، و ساتلو د خپل ځان ته

دا خو تش خبرېدل نه دي، دى د علم، فن مقصود بل

بس غوټۍ او ګل خو نه دي، د ښايسته چمن مقصود بل

حفاظت د ژوندانه ته، ځار شم علم وسيله ده

چي خودي كړي قوتناكه، علم دى كار ته حيله ده

علم، فن د كور دننه، د ژوندون كره پيدا دي

دغه دواړه يې مريان دي، د ژوندون سره پيدا دي

ژوند خو راز دى اوچت پاڅه، اې له رازه بې خبره!

د مقصد په شراب مست شه، ځه ميدان ته تېر له سره

د سحر غوندي روښانه، لا د نور وي ستا مقصد

چي دا ما سيوا ايره كړي، چي سور اور دى ستا مقصد

ستا مقصد د دومره بر وي، چي اسمان وي ورته لاندي

ستا مقصد دي داسي غور وي، چي د زړونو وړني كاندي

چي د زوړ باطل د خوني، ردي وباسي بهر دى

چي يې بحر له شوره ډك وي، سر تر سره وي محشر دى

له زېږون د مقصدونو، په دنيا كښې موږ ژوندي يو

د ارزو په پلوشو كښې، موږه ښكارو ځلندي يو