Actions

Da-khudi-da-palalo-dari-marhali-di

From IQBAL

Revision as of 10:51, 21 June 2018 by Mominamubashir (talk | contribs) (Created page with "<div dir="rtl"> '''د خودۍ د پاللو درې مرحلې دي''' اوله مرحله اطاعت د اوښ ژوند دى په څو ډوله، ډېر خدمت او ډې...")
(diff) ← Older revision | Latest revision (diff) | Newer revision → (diff)

د خودۍ د پاللو درې مرحلې دي

اوله مرحله اطاعت

د اوښ ژوند دى په څو ډوله، ډېر خدمت او ډېر محنت كړي

ملا تړلى صبرناك دى، كه ډېر دروند وي بار اوچت كړي

چي په لاره كوي تـګ دى، اوږدې پښې خو كم آواز وي

د كاروان پېټى كړي پورته، په صحرا روان جهاز وي

د ځنګل ځنګل نصيب دى، د ده پل ورباندي تېر شي

خوب يې لږ خوراك يې لږ دى، خو محنت يې له حد ډېر شي

مست روان وي په مخ تګ كړي، كجاوه پر زانګي پورته

د لار خوند اخلي او درومي، په ګډا د منزل لور ته

د خپل تـګ له كيفيته، مستي اخلي نوره نوره

دى په صبر كړو كښې زيات وي، په سفر كښې له خپل سوره

كه ته هم بې خونده نه شې، د خپل فرض بار اوچت كړې

دا جنت* د ماڼۍ عيش به، ځان ته جوړ كړې چي همت كړې

اطاعت له غاړه كښېږده، اې غافله! ځان خبر كړه

كه اختيار( ته دي زړه كيږي، نو د جبر غر پر سر كړه

اطاعت له تورو خاورو، جوړه كاندي مرغلره

سره لمبه كه شي سركښه، نو خس هم دى له دې غوره

چي د ستورو د تسخير څوك، و آسمان ته تكل وكړي

د يو دود د ځنځير غم هم، خپل پښو ته اول وكړي

باد چي بند شي په زندان كښې، څو خوشبو يه ګل شي ګوره

خوشبويي چي قبول كړي، د هوسۍ نافه شي وروره

دا كاروان د ستورو پورته، د منزل په لور سفر كړي

د يو دود د يو قانون دوى، اطاعت په سترګو سر كړي

شنه په دين د ټوكېدلو، چي ځان كلك كړي نو سمسور شي

كه له دغه دين نه واوړي، نو په پښو كښې خاورې سپور شي

دا تل سوى او په زړه داغ هم، ريدي وموند له خپله دينه

دې قانون يې زغلولى، په رګونو كښې ده وينه

د ګډون په قانون ګډ شي، خواره څاڅكي وي دريا شي

هم له دغه يوه دوده، ذرې يو ځاى شي صحرا شي

هر يوه څيز چي قوي وينې، يو آئين لري دننه

د قوت له دې سامانه، غافل مه شې اې مينه

اې له زوړ دستور آزاده، راشه ځان په دين كښې بند كړه

دا د سپينو ځنځير واخله، خپلو پښو ته يې بيا خوند كړه

د قانون سختو ته زغم كړه، مه ګيله كوه مه غم ته

له حدونو د رسول( چي، بهر نه كړې يو قدم ته