Actions

Wakhat-ghokhowanki-tora-da

From IQBAL

Revision as of 09:11, 22 June 2018 by Mominamubashir (talk | contribs) (Created page with "<div dir="rtl"> '''وخت غوڅوونكې توره ده''' د رحمت باران كړه څلى، شين هم تر د شافعيرح چي نشه يې كل جهان كړو،...")
(diff) ← Older revision | Latest revision (diff) | Newer revision → (diff)

وخت غوڅوونكې توره ده

د رحمت باران كړه څلى، شين هم تر د شافعيرح

چي نشه يې كل جهان كړو، دا دى كور د شافعيرح

د ده فكر له آسمانه، كور(2) كړو ستورى ډك له نوره

دويم نوم يې وخت له كښېښو، ورتې ووې تېره توره

د دې توري بيان ډېر دى، څو به دا ژبه چليږي

برېښېدلى مخ چې وينې، دا ژوندون پكښې ځليږي

چا سره چي وي له خوفه، له اميده بې پروا وي

د موسٰى تر لاسه روڼ وي، چي كوم لاس نيولى دا وي

په يوه ګوزار د ګټ نه، را روانه دا چينه كړي

په يوه ګوزار دوړنه، وچه دا د سيند سينه كړي

موسٰى هم په لاس كښې ګله، كلك نيولى دا شمشير ؤ

هغه ځكه په هر كار كښې، له تدبيره مخكښې تېر ؤ

په دې توره يې درياب ته، سينه يووړه خيرې ګاره

دوړې پورته كړې له بحره، پكښې ځان ته وكړه لاره

د خيبر د سركوونكي، شېر خيبر كښې كوم قوت ؤ؟

شافعيرح چي و ستايله، د دې توري بركت ؤ

د آسمان دا چورلكونه، خو د هر چا د ليدو دي

تـګ راتـګ د شپو او ورځو، د هر چا د پوهېدو دي

اې د شپو ورځو په بند كښې، بنديوانه! شه در ياده

د خپل زړه ننداره وكړه، چي پكښې بله دنيا ده

خپلې خاورې ته د تخم، تروږمۍ ور واچوله

او د وخت د توري مخ تا، يوه كرښه وه ګڼله

بيا په ډانګ د شپو او ورځو، كچ ته و درېدې ګله!

زمانه دي ناپ كوله، داسي لنډه وه دا كله

د شپو، ورځو تار په غاړه، ځان ته تا لكه زنار كړو

لكه پټ باطل فروشه، تود دي دا خوشى بازار كړو

ته كېميا وې، ته اكسير وې، اوس يې موټى تورې خاورې

زېږېدلى راز د حق وې، خو باطل شوې سپورې خاورې

په رښتيا كه مسلمان يې، له ځان آ خوا دا زنار كړه

د ډيوې غوندي روښانه، ته دا غونډه د احرار كړه

خبر نه يې له زمانې چي، دا په اصل څه راغلې

ځكه تا جاوداني هم، ځار شم نه ده پېژندلې

اې! د ورځو، شپو په قيد كښې، به تر څو پوري كړېږې

"لي مع الله"* كښې وګوره، د وخت رمز كه پوهېږې

وخت روان دى له رفتاره، يې هر څه هر څه پيدا دي

ژوندون هم ځنې يو راز دى، ډېر رازونه د وخت لا دي

وخت د لمر په ګردش نه دى، حقيقت د ده څه بل دى

لمر خو هر ماښام پرېوځي، وخت په مخه روان تل دى

دى په وخت كښې عيش او غم هم، عاشوره ده او اختر هم

وخت يو راز دى چي موندلى، تر رڼا سپوږمۍ او لمر هم

اې ناپوهه! تا زمان هم، د مكان غوندي را خور كړو

تا په خپله ناپوهۍ كښې، پرون نور او صباح نور كړو

تا خو خپل ګلستان پرېښو، لكه بوى په تېښته لاړې

په خپل لاس دي زندان جوړ كړو، بنديوان پكښې ولاړې

نه زموږ د وخت اول شته، نه اخير دى ده ليدلى

د انسان د زړه په باغ كښې، بس پخپله ټوكېدلى

وخت چي چا وه پېژندلو، په ژوندو كښې را ژوندى شي

سحر كله داسي روڼ وي، لكه دى چي ځلندى شي

ژوند پيدا له زمانې دى، زمانه له ژوند پيدا ده

"زمانې ته سپك مه وايئ"(1)، د رسول د خولې وينا ده

درته كړم يوه خبره، برېښېدلې مرغلره

چي عبد(2) څه وي او حر(3) څه وي، راته غوږ كړه سمندره!

عبد د شپو، ورځو حساب كړي، عبث، ګوند ښه څيز شماري

د حر زړه ترې بې پروا وي، زمانه څۀ نه څيز شماري

عبد د شپو ورځه تارونه تنسته بو ده كفن كړي

او بيا دغه كفن واخلي، پټ پر خپل بې روحه تن كړي

تن د خټې لويه بوخته، حر بهر تر په خپل زور شي

زمانه كه ده هر څومره، دى يې ونغاړي پرې خور شي

په كورګي د صبح و شام كښې، عبد مارغه دى نښتى كښته

نه خبر دى له الوته، نه يې خبر دى له لذته

او د حر سينه چي ساه يې، تونده تېزه توده سره ده

دا د ورځو شپو مرغونه، كه پوهېږې نو پنجره ده

عبد موندلى موندل غواړي، فطرت داسي د هغه وي

واردات يې په وجود كښې، هيڅ هم نوي نوي نه وي

په يو ځاى ولاړ نابوده، سست يې ايښى پېټى پر ساه وي

د سحر او د ماښامه، بس د ده يوه ژړا وي

حر هردم نوى تخليق كړي، كوي نوي- نوي چاره

نوې نوې نغمې خيزي، تل تر تل د ده له تاره

په شانه ګوري ځي وړاندي، خټه بس داسي د ده ده

د پركار د كرښې ګېڼه، د حر مخكښې لاره نه ده

زمانه د عبد په پښو كښې، پروت د اوسپنې ځنځير دى

شكايت يې له تقدير دى، تل د ده په خونه وير دى

تل د حر د لوړ همت او، د قضا مشورې كيږي

همګي كېدونكې چاري، د هغه تر لاسه خيزي

څه چي تېر دي څه راتلونكى، په موجود كښې يې دى تمام

په تلوار توندي د حر كښې، كړي اوږدې مودې آرام

ده له ږغه هم له زوږه، داسي پاكه دا خبره

د درك مرجوڼانه شي، بيا مونداى دا مرغلره

وه مي وېل خو ښكاره نه شو، د معنا هغه رخسار ښه

معنا ما ته ګيله وكړه، چي په تورو كښې مي كار څه؟

كه ژوندى معنا د تورو، لمري واغوستل خومړه شوه

ستا ساګانې داسي يخې، چي لمبه يې لاړه سړه شوه

پټې او ښكاره خبرې، خو په زړونو كښې پرتې وي

تـګ د وخت او راز د ورځو، پټ هم دغسي پكښې وي

اورېداى نه شي په غوږو، كه نغمې د وخت د ساز شته

د زړه خونې ته وركوز شه، پكښې ننه د وخت راز شه

هغه هم وې چرې ورځې، چي زموږ د مټو زور ؤ

د وخت توره مو په لاس كښې، په جهان كښې يې شرنګ خور ؤ

موږ د زړونو په پټو كښې، د دين تخم وشيندلو

د حق مخ مو را څرګند كړو، موږ پلو ترې واړولو

دا دنيا وه سخره غوټه، نوك مو پرانسته كه واورې

چي سجدې مو باندي وكړې، بخت راويښ شو د دې خاورې

سره شراب د حق په خم كښې، خوند مو يې واخست له ګوټ ګوته

پخواني شراب خانې مو، په شبخون كړې لوټه- لوټه

اې چي ستا په كوزه ګۍ كښې، ډك زاړه شراب دا نن دي

چي ښيښه ويلي كول كړي، ستا شراب داسي تاوژن دي

له ډېر كبر ځان منتوبه، اډو ګوري هم نه لاندي

د طعنې غشي را ولي، په تش لاس پوري مو خاندي

چرې چرې جام زموږ هم، په دې شان د غونډي خوند ؤ

په سينو سيپو كښې زړونه، مرغلرې ژوند مو ژوند ؤ

منم* نوې زمانه چي، ښايسته په هره خوا ده

دا زموږ كاروان چي تېر شو، له هغو دوړو پيدا ده

دا د حق پټى چي موړ دى، موږ وركړې خپله وينه

حق پرست د نړۍ وړه، زموږ دا احسان منينه

نړۍ موږه كړه آباده، چي مېرمن مو د تكبير كړه

خپله خاوره مو هر چرته، بس كعبه ځنې تعمير كړه

د اقرا( تعليم و موږ ته، راكړو خداى د خپلي خوښې

رزق ده زموږ په لاسو، كړو دنيا ته برخې- برخې

كه له لاس مو تاج او تخت لاړ، لكه خس مه ګڼه ګرګه

بې نوا به يو خو واوره، ګوره مه په سپكه سترګه

ستا په سترګو كښې به موږه، ډېر زيانمن او خوار و زار يو

د زوړ عقل زړې پوهي، ګڼى سم په خطا لار يو

خو دستار د لاالٰه، لوى عزت زموږ پر سر دى

ځار! د دواړو جهانونو، حفاظت زموږ پر سر دى

بې پروا له نن صبا موږ، لېوني په محبت كښې

چا سره مو ژبه كړې، ناست يو تل په هغه پت كښې

موږ د حق په زړه كښې ننه، پراته پټه خزانه يو

وارثان يو د موسٰى او، د هارون نا بېګانه يوه

لمر، سپوږمۍ دي ترې روښانه، تاؤ زموږ دى دا تراوسه

شته زموږه په وريځ كښې، تندرونه لا تراوسه

دا زموږه ذات چي وينې، آئينه د خداى د ذات ده

مسلمان په نښانو كښې، نښانه د خداى د ذات ده