Actions

Tumheed

From IQBAL

تمهيد

دنيا وه روڼى لمر چي، څه وخت و وهله د شپې لاره نو ژړامي د ګل مخ ته، نېغه كړه د اوښكو داره

نېز* زما د اوښكو يو وړو، د نرګس له سترګو خوب او هم شنه مي زرغونه كړل، سوي ږغ لېمو څڅوب

ويناګانې مي زورناكي، مليار ښې ازمايلې چي مصرعې مي يې وكرلې، تيارې توري و رېبلې

په چمن كښې يې لكه تخم، بس زما اوښكې خورې كری تنسته يې د باغ بودې ته، دا زما سوې نارې كړې

په قبضه كښې لمر زما دى، كه هر څو ذره يم لرہ ځه لرم په ګرېوانه كښې، رڼېدلي سل سحره

جام د جم به څه روښان ؤ، دا زما خاوره بليږي چي لا نه دى زېږېدلي، هغه هم په كښې ځليږي

زما فكر غشي، ويشتي، ده هغه هوسۍ پخوا لا چي تر نني ورځي پوري، نه شته نه هغه پيدا لا

شنه چي چيري به ټوكيږي، نن يې زه لرم چمن كښې لا به يې څانګې غوټۍ سپړي، هغه ګل مي په لمن كښی


ما څښل د ټنـګ ټكور كړو، وران او بيا مي هسي خوار پرېښ آدم خان شومه شاباز مي، د عالم د رګ په تار كښېښ

دا زما د فطرت ساز دى، د ده داسي نوى ترنګ دى په نغمو مي نه پوهيږي، څوك كه ناست زما تر څنګ دی په دې غونډه د دنيا كښې، زه راغلى نوى لمر يم د اسمان له دود دستوره، لا تراوسه نا خبر يم

لا زما رڼا ده پټه، خوره نه ده پر هر لوري لا زما د ځ د ځل نه، تښتېدلي نه دي ستوري

كړې چرته لا په بحر، پلوشو زما ګډا ده نه د غره ناوې موندلې، سره نكريځه لا زما ده

د دنيا سترګي لا روږدې، نه دي زه داسي ځلېږم زه له دې غمه دكېږم، څنګه- څنګه چي ورخېږم

لاړه شپه مشرق ته ګوره، روڼ سحر يې راختل كړي دنيا ګل او نوې پرخې، پرې دپاسه خسول كړي

د سحره ويښېدونكو، زما تاسو ته دي سترګې مبارك دي چي لنبې مي، ګڼې پاكې او هم زبرګې

زه هغه خوږه نغمه يم، له شابازه بې پروا يم يو آواز يم نن مي اورې، له شاعره د صبا يم

دا موجوده زمانه مي، ده ناپوهه په اسرار لا د يوسف جوګه مي نه دى، سور دى هغه شان بازار لا

يو هم نه شته قدر وونكى، كه زاړه ياران مي ډېر شي طور مي سوزي لار ته ګوري، كه موسٰى چرته راتېر شي

د يارانو قلزم څاڅكي، موده شوې يخ نيولې زما څاڅكي سمندر دى، جلې- جلې راختلې

دا چي زه سندرې وايم، دا به ځان ته بيل جهان وي دا د هغه جرس ږغ دى، چي د ده به بيل كاروان وي

داسي هم ډېر شاعران ؤ، پس له مرګه شول پيدا دوى خپلې سترګې يې كړې پټې، زموږ سترګې كړې بينا دوى

راښكاره شول د نازونو، سامان راوړو هغه تللو ګوره څنګه زرغونه شول، لكه ګل له خپلو څلو

په زرګونو كاروانونه، په دې لاره چلي تېر شول

څوك يې پوه په ښكالو نه شول، د اوښ پلونه غلي تېر شول

زه عاشق يم تل تر تله، وير ژړا زما ايمان دى د محشر شور مي په وړاندي، د قيزې زغلي روان دى

څو د تار د اندازې نه، دا نغمه زما سيوا ده ساز مي پاتې شو كه مات شو، نه څه ويره نه پروا ده

چي زما د دې سېلابه، څاڅكى وشي جدا ښه دى كه قلزم يې له اثره، لېونى شي نو لا ښه دى

دا زما داسي طوفان دى، چي په سيند كښې نه ځاييږي دومره دى خورېدل غواړي، په بحرونو كښې به كيږي

هغه غوټه چي په خپله، له غوړېدو ګلستان نه شوه پر ده نه اوري جوګه مي، د سپرلي د باران نه شوه

تندرونه- تندرونه، دي ويده زما په ساه كښې صحرا ګانې غرونه غاړې، څه رانغاړم په برېښنا كښې

شه را وړاندي مي قلزم ته، كه طاقت لرې صحرا يې زما تندر په سر واخله، كه څه زور دي وي سينا يې

ژوند* به چينه يې په برخه، ما ته راكړه ځه يې غور كړم په پټ راز د ژوندانه يې، له ازله څه خبر كړم

مړه ذره مي را ژوندۍ كړه، په تاوونو د خبرو خوار چينجى مي اوركى كړو، د ځلا او د وزرو

لكه ما د راز خبري، نه ويلې چا تر اوسه مرغلرې زما غوندي، نه پېيلي چا تر اوسه

ټول عمري عيشونه غواړې، رانزدې شه ما ته راشه كه دا مځكه آسمان غواړې، راشه راشه خوا ته راشه

زوړ اسمان په غوږ وهلى، وايم راز واوره قالو نه له خوږو خوږو يارانو، پټېداى نه شي حالونه

ساقي! واچوه شراب نن، خو تر مورګو راته جام كړه چي غمونه ځنې ورك شي، زړه مي داسي په آرام كړه

هغه اوبه چي ترې شغلې ځي، او چي اصل يې زمزم دى كه يې څښونكي ګدا هم وي، نو په خدايګو شاه عالم دى

چي د فكر قوتونه، پر ډېريږي هوشياريږي كه بيداري هم وي سترګې، لا پر نوري بيداريږي

چي شغله يې د مچ وزر هم، دروند پر ځاى لكه د غر كړي

چي قوت د شنو زمريو، ګيدړانو ته هم ور كړي

كړي توري خاورې پورته، ثريا پوري شي لاړي چي يو څاڅكى سمندر كړي، هم يې تله هم بې غاړي

چي چپتيا كاندي په مثل، د محشر د ميدان كوكي چي د باز په وينو سرې كړي، د درو د زركو نوكي

اې زما ساقي! را پاڅه، ما ته را هغه شراب چي زما د فكر شپې ته، كړي ياران نور د مهتاب

چي تېروتى لاروى زه، د منزل په لور روان كړم خوند د ډېرو تلوسو هم، نندارې لره سامان كړم

چي په نوي شوق لټون كښې، بډي پور ته موټي چو كړم چي د نوي ارمان سيند كښې، ځان په خپله ور لاهو كړم

چي د ذوق د خاوندانو، د زړه سر د سترګو تور شم چي يو ږغ شم د رازونو، د دنيا په غوږ كښې خور شم

  • چي په نوې جستجو كښې، په مختګ وي توند رسا شم چي د نوي ارزوګانو، سره زه لكه اشنا شم

چي دا جنس د ويناګانو، زه ډېر لوى نرخ ته كره كړم په ځولو- ځولو مي اوښكې، مرغلري ورسره كړم

د رومي فيض مي موندلى، چي دا خلګو ته بيان كړم چي د پټو خزانو دا، دفترونه راعيان كړم

د هغه د روح خو پنګه، سرې لنبې د اور د لۍ ده او په ما كښې ساه غړيږي، په مثال يوه سپرغۍ ده

پتنګ زه يم خو ناڅاپه، بله شمعه په ما راغله د شرابو لويه چله، په دې لوري زما راغله

زما تن ؤ سپېرې خاوري، د روم پير لكه كېميا كړې دا زما له تورو خاورو، رڼاګاني را پيدا كړې

ذره پورته شوه له مځكي، دومره وخته په پاس چي د لمر و پلوشو ته، دا ور ورسوي لاس

زه يم موج او رومي بحر، تل ته يې ځان غورزوم لري لوى ارمان مي دى په زړه كښې، د مقصود د مرغلري

د هغه د شراب زور دى، چي دا مستي مستي وايم د هغه د ساه سور اور دى، چي دا زه ورباندي پايم

د شپې پروت وم ناقراره، له خوږ زړه ختى فرياد ؤ په زارو او په دعا مي، د چپتيا جهان آباد ؤ

د دې وخت درانه غمونه، زما خوله كښې حكايت ؤ وه پياله مي تشه توره، زما دغه شكايت ؤ

اخير داسي شومه ستړى، سر مي كښېښو نور وه نه شوم پرېوتم د لارو بادو، سترګي پټې شوې ويده شوم

د روم پير مي په خوب وليد، د راستۍ او علم كان دا هغه چي يې دى كښلى، په فارسۍ ژبه قرآن

وې چي اې په عاشقانو، ته بې شانه ډېر مينه واخله ګوټ د عشق شراب دي، دركوم په پيرزوينه

هنګامه د محشر جوړه، كړه عاشقه خپل ځيګر ته سر ښيښې ته كړه ور مخكښې، سترګې ونيسه نشتر ته

خنداګانې په پړق پړق كړه، د فرياد او ژړا پنګې د ځيګر ثطري كړه اوښكي، تكې سرې په وينو رنګې

څو به چپ لكه غوټۍ يې، شابه ته غوړېدلى ګل شه كړه خوږې وږمې ارزانې، ځه ورځه په كار د بل شه

سپېلني غوندي د ننه، په خپل سر كښې لرې شور ته خپله كډه كړه ور كډه، سرو سكروټو ته د اور ته

د خپل تن ذره ذره كړه، د جرس غوندي لړځانه فريادونه چي ويده دي، كړه را ويښ له هرې خوا نه

دا دنيا غونډه رڼا كړه، لمبه وكړه ته خو اورې سوځوه له خپله سوزه، د دنيا خلقې نورې

لكه موج د شراب وكړه، په كوزه كښې ځلا ډېره د بابا د ميكدې كړه، ټول رازونه رابرسېره

اندېښنه كه آئينه وي، ته شه كاڼى مه اسرې كړه د بازار په منځه لار كښې، دا ښيښه ذرې ذرې كړه

له درونه* شپېلۍ غوندي، پيغام يوسه په صدا شه هغه ورك لېوني قيس ته، لكه زېرى د ليلا شه

شابه نوى يو انداز ته، خپلو چيغو ته ايجاد كړه په يو بل ډول شورونو، دا مجلس ښائسته آباد كړه

پاڅه نوې ساه سمند كړه، هر ژوندى ورباندي سور كړه

په يو "قُم" يې لكه اور كړه، د ژوند جوش د ژوندي نور كړه

پاڅه نوې لاره واخله، روان اوسه پرمختګ ځه سوداګانې زړې پرېږده، په سم رو په ږغ او زوګ ځه

له وينا سره اشنا شه، خوند يې واخله وه زنګېږه د كاروان جرسه ويښ شه، څو به چپ يې و ټنګېږه

د رومي بابا خبرو، كړو په تن را پوري اور د شپېلۍ غوندي مي ډك شو، سر تر سره تن له شور

لكه ترنګ شو مه را هسك زه، له خپل تاره شوم آزاد جنتونه د نغمو ما، كړل غوږونو ته آباد

د خودۍ په مخ پلو وه، له يو واره مي كړو لرې ما يې ټولې راښكاره كړې، د اعجاز پټې خبرې

زه د خټې ګوډاګى وم، ډېر كچه بې حقيقته يو نيمګړى يو بېكاره، ډېر بې قدره بې قېمته

عاشقۍ وسولوم، پس له هغه بنيادم شوم څنګه څو* او په ښو بدو، هله پوه د دې عالم شوم

پلمې او وجي د اسمان، اوس چي ښوريږي زه يې وينم د سپوږمۍ په رګ كښې وينې، چي بهيږي زه يې وينم

ما به تل په نورو شپو كښې، د انسان دپاره وير كړو نو د ژوند د راز پلو مي، ډېر په ګرانه سره څير كړو

د امكان دغه دنيا چي، ما په مثل د كارګاه كړه د بقا د راز خبره، په مشكله ما پيدا كړه

د دې دور توري شپې ته، كه سپوږمۍ غوندي زينت يم اې د پوهي خاوندانو، د پښو خاورې د ملت يم

د هغه ملت چي ږغ يې، په ګټ ګټ د جهان خور دى چي د نوي نغمې تاؤ يې، يخو زړونو وته اور دى

چي ذرې يې وه كرلې، او لمرونه يې انبار كړل چي يې جمع په رشه كښې، هزارها رومي عطار كړل

اسويلى يم بره خېزم، تر آسمانه زما نيت دى كه هر څو لكه لوګى يم، زما اور سره نسبت دى

له قلمه مي شول توري*، دا د فكر پروازونه ټول د نهو آسمانونو، يې كوزه واچول رازونه

چي يو څاڅكى دومره لوى شي، د سيند سارى په دنيا شي چي ذره دومره و غوړيږي، چي بس بې سره صحرا شي

مثنوي چي زه ليكمه، شاعري مي ارمان نه دى بت ګري بت پرستي هم، څه مقصد او ايمان نه دى

د فارسۍ نه بېګانه يم، زه د هند د لاس سلى يم لكه نورې ختې مياشته، لاس كښې تش تور كنډولى يم

مه زما ځنې ښايست، او مه خوبۍ د بيان غواړه مه زما ځنې طرزونه، د خوانسار اصفهان(2) غواړه

مورنۍ ژبه منمه، تر شكرو دا خوږه ده خو فارسي په وينا طرز كښې، له دې خپلې لا خوږه ده

زما فكر مسحور وكړې، د دې ځل ته ځلېدونى اوس زما قلم ته ګوره، شو له ښاخ د طور ونى

زما فكر چورلكونه، بره آ خوا له ګردون خوري تخيل زما اوچت دى، د فارسۍ سره سمون خوری

ګوته مه نيسه كوزې ته، وي به خاوره كه ښيښه ده يو څو ګوټه شراب وڅښه، چي نشه يې بده كه ښه ده