Actions

Qisa-da-tari-murghi-o-marghalri

From IQBAL

Revision as of 11:54, 21 June 2018 by Mominamubashir (talk | contribs) (Created page with "<div dir="rtl"> '''قيصه د تږې مرغۍ او مرغلرې''' د چمن يوه مرغۍ وه، ساه يې ختله داسي تږي له مښو كې تلې لوخړې...")
(diff) ← Older revision | Latest revision (diff) | Newer revision → (diff)

قيصه د تږې مرغۍ او مرغلرې

د چمن يوه مرغۍ وه، ساه يې ختله داسي تږي

له مښو كې تلې لوخړې، اور يې بل په ينه سږي

مرغلره يې وليدله، سترګې يې كړلې ورته برندې

تر نظر اوبه اوبه كړو، دغه كاڼى يې ته تندې

خپل ښايست دغه ګټكۍ هم، لكه لمر و ځلولى

د ناپوهي مرغۍ سترګې، وې او بتير( په ځل غلولى

دې پر كښېښوله مښوكه، اوبه نه وې وريته دا شوه

مرغلره په ځان كلكه، په دې پوري په خندا شوه

دې تې ووې چي اې ترورې، بس ټونګى وهې نه ګورې

نس په مخه يې اخستې، پيتاؤ پېژنې نه سيورې

نه ساقي يم ستا دپاره، نه يم څاڅكى اوبه زياتې

نه پرته يم هسي خوشې، نه هرچا ټونګي ته پاتې

زه دي خوږ كړم په مښوكه، ستا ژوندون د لېونتوب دى

هغه ژوند چي ځان ښكاره كړي، ستا دپاره لكه خوب دى

دا زما اوبه مدام كړي، د مرغو مښوكې ماتې

انسانان كه مي كړي تېره، شي په خوني پر ميراتې

چي پوره ورځنې نه شوه، د مرغۍ د زړه خبره

ورو ترې لاړه په ځاى پاتې، ځلېدلې مرغلره

ارمان ونه رژېدلو، په زړګي كښې يې آباد شو

د مرغۍ وچه مرۍ كښې، خوږ آواز لكه فرياد شو

څاڅكي پرخه مرغلره، د ګل څانګې و ټومبلې

لكه اوښكه چي د چوڼي(، په باڼه وي ځلېدلې

لمر پر كړلې زبادوني، دى ستايلو برېښنده ؤ

د هغه له ډېرې ويرې، نازك تنه لړځنده ؤ

لكه ستورى ځغلېدونكى، له آسمانه زېږېدلى

د ژوند خوند يوې ګړۍ ته، مېلمنه وه درولى

غوټو هم ګلو تېريستى، يو ځل نه په هزار واره

د ژوندون نه بې نصيبه، مدام خواره بزګاره

لكه اوښكه د عاشق وه، په بڼو كښې ځلېدونكې

دا قطره پردۍ پردۍ وه، درنـګ ساعت له پرېوتونكې

هم د دغه څانګې لاندي، دا مرغۍ و رسېدله

د دې تږي وازې خولې نه، دا قطره و څڅېدله

اې په ځان مينه وايه، له دښمن چي كوې ويره

نرم څاڅكى يې د پرخې، او كه كلكه مرغلره؟

چي د تندي له ډېر زوره، د مرغۍ نه ساه ختله

د بل سر يې خور كړونه، وه په دنيا كښې لاره بله

نه د څاڅكي غړى كلك ؤ، نه يې ؤ خوى د مرغلرې

ګوهر پاتې په دنيا و، څاڅكي شوله نړۍ* لرې

د خودۍ په حفاظت كښې، ګړى هم چي بې غم نه شې

كه ژوند غواړې كلك ګوهر شه، نرم څاڅكى شبنم نه يې

د خپل ځايه مه ښورېږه، پوخ فطرت لكه د غر شه

چي لري آباد سيندونه، وريځ هغه پګ په سر شه

ته د ځان د پېژندلو، خپل ځان ومومه خبر شه

كړه دا خپله پاره ټينګه، لكه بې كوټه سپين زر شه

د خودۍ تار له ترنـګ وركړه، هسكې كړه خوږې سندرې

چي د هر چا غوږ ته ورشي، د خودۍ پټي خبرې