Actions

Khudi-chi-kulahu-lahu-ishq-o-muhabbat-khuni

From IQBAL

  خودي چي كله له عشق او محبت ځنې

مضبوطه شي نو دا د نړۍ ښكاره او پټ قوتونه را لاندي كړي

چي له ډېره محبته، شي خودي كلكه محكمه

نو قوت يې حكومت شي، د دنيا پر غره او سمه

انځورونه چي د ستورو، اسمان كښېښول د بدئينې؟

ده غوټۍ دي شوكولې، د خودۍ له ګوري ونې

كه لاسونه د بنده وي، دا قوت يې لاس د خداى كړي

بيا د ګوټې اشارت يې* ، د اسمان سپوږمۍ دوه ځاى كړي

بيا هم دى تيږي ايښول كړي، او منصب د ټول جهان شي

كه دارا وي كه جمشېد وي، ټول يې لاندي د فرمان شي

بوعلي و قلندر ؤ، چې نامه يې په هند ښكاره ده

د هغه قصه خو واوره، د ګوهر ډكه كاره ده

په ګلزار د هندوستان كښې، په* چغار هغه بلبل ؤ

خلقې ورته غوږ غوږ وې، په صفت د ښايسته ګل ؤ

دا ټكړه مځكه هغه ده، چي پيدا ده له سور اوره

خو د ده د لمن باد دا، په دنيا جنت كړو ګوره

يوه ورځ د ده مريد ؤ، د بازار په لور په لار تلو

له شراب د بوعلي يې، نشه ختې وه سرشار تلو

را ښكاره د ښار حاكم شو، غاور سپور ؤ پر اس باندي

قهرژني زغلېدى، د چوب دارو وروستو وړاندي

يو ورچيغه په مريد كړه، وې يې چي واى چي روان تونديې

د حاكم د سړو لار كښې، يې ولاړ لكه چي ړوند يې

په خپل فكر كښې دروېش، ډوب تلو له ځانه بې خبر ؤ

سر يې زوړند ګرېوانه ته، له جهانه بې خبر ؤ

مست د كبر په نشه كښې، كوتك پورته كړو چوبدار

د دروېش په سر يې مات كړو، غه ناترسه په ګزار

لاره خوشې شوه حاكم ته، فقير خاورو كښې ريمن لاړ

په خفګان او زړه يې ډك ؤ، رنـګ يې زېړ او مړغېژن لاړ

په دربار د بوعلي كښې، يې دا ناوړي وه ژړلې

تا به وېل چي پشكال دى، سترګې داسي ورېدلې

لكه تندر له اسمانه، ورخطا د غره په لور شو

شوه وينا يې د اور چله، بوعلي له قهره اور شو

له رګ رګ ځنې ختلې، تكې سرې لمبې د ده وې

د كاتب لور ته يې مخ كړو، په شعله ژبه يې ووې

قلم پورته په تلوار كړه، غوږ مي ونيسه فرمان ته

د فقير د خولې خبرې، پر كاغذ وكښه سلطان ته

"ستا حاكم زما مريد ته، سر مات كړى په وهلو

سور انګار يې كړو راپور ته، په خپل ځان يې واچولو

دا ناكاره حاكم پوه كړه، سزا وركړه وايم تا ته

ګني ستا سلطنت اخلم، وربخښمه يې بل چا ته

خط د خداى د نازولي، تر سلطان و رسېدلو

ساه ترې وخته له وېري، رپېدلو دګېدلو

باندي خپل غړي درانه شول، غر د غم د ده پر سر شو

رنـګ يې و تښتېدو داسي، زېړى لمر د مازيګر شو

په ځنځير يې و تړلو، چي حاكم وه كړې زياته

بخښني غوښتو ته لاړو، قلندر ته ننواته

وه خسرو شېرين زبانه! ، يو طوطي رنګين بيانه!

له ضميره د قدرت وه، د نغمو چينه يې روانه

په فطرت لكه سپوږمۍ ؤ، شوه خبره ده ته پاتې

پوره نه وه د بل چا نه، داسي ګرانه ننواتې

لاړ د ساز په ږغولو، هلته دى داسي راسر شو

چي يې زړه ورته نرى، كړو ژړغونى قلندر شو

په ښكاره خو د غر غوندي، د سلطان شان او شوكت ؤ

په دې پوه شو چي لوړ شان يې، د يوې نغمې قېمت ؤ

چرې زړه د دروېشانو، پام كوه چي آزار نه كړې

چي وريته د خپله څټه، پام كوه په انګار نه كړې