Actions

Du'ua

From IQBAL

Revision as of 10:28, 22 June 2018 by Mominamubashir (talk | contribs) (Created page with "<div dir="rtl"> '''دعا''' اې! هغه چي په وجود كښې، د دنيا لكه د ساه يې هم زموږه د زړه سر يې، هم په تېښته په بل...")
(diff) ← Older revision | Latest revision (diff) | Newer revision → (diff)

دعا

اې! هغه چي په وجود كښې، د دنيا لكه د ساه يې

هم زموږه د زړه سر يې، هم په تېښته په بل خوا يې

ستا له فيضه دى ميندلى، د ژوند ساز نغمې د خوند

مرګ چي ستا په لار كښې نوم يوړ، كړي حسد ورسره ژوند

يو ځل راشه د ناښادو، زړونو خونې كړه بيا ښادې

بيا مېشته شه په سينو كښې، دا ميرې كړه بيا آبادې

اې! زموږ ځنې وغواړه، بيا د ننګ او نوم خبرې

ښه پاخه دا عاشقان كړه، بيا ترې واخله چارې نرې

له نصيبه ګيله من يو، اسويلي موځي بړاس دى

ستا د حسن نرخ اوچت دى، او زموږ ورته تش لاس دى

پلو لرې كړه له مخه، خوشحال موږ غريبانان كړه

د بلال او سلمان عشق خو، راشه بيا يو ځل ارزان كړه

بيا بې خوبه سترګې راكړه، بيا د زړونو ترارې را

بيا په موږه مينه وكړه، ته فطرت بيا د پارې را

داسي نخښې* راښكاره كړه، د آسمان له بره چته

چي زموږ د دښمنانو، شي سرونه ورته كښته

موږ خسڼو غوندي رغړو، راشه ته مو د اور غر كړه

غيرالله زموږ له اوره، وسوځه پر غرهر كړه

كله راسي چي وګړي، وحدت پرېيښى او تار تار دي

هغه راسي پكښې راغلې، سل آړيكې وران مو كار دى

په دنيا كښې لكه ستوري، موږ خواره دانه دانه يو

هم سره خواږه مين يو، هم وبله بېګانه يو

دا كتاب دى پاڼې پاڼې، غونډي بيا په شېرازه كړه

هغه تېر د درنو مينو، دود زموږه را تازه كړه

د پخوا غوندي مو توند كړه، بيا د خپل خدمت دپاره

بيا په خپلو عاشقانو، خپلې چارې ته و سپاره

لاروي يو منزل موږ ته، د رضا او د تسليم را

د ايمان قوت په مثل، د ايمان د ابراهيم( را

اې د "لا" د مشعلې نه، آګاهو ته عشق آګاه كړه

بيا چي راز د الاالله دى، د هغه سره يې آشنا كړه

زه تل سوځم لكه شمعه، دا د نورو غم كومه

دا په غونډه كښې چي ژاړم، ژړېدل ورته ښيمه

لويه خدايه! زما اوښكې، ته كړه داسي دل افروزې

لړځېدلي ځلبلاندي، بې ټيكاوه آرام سوزې

چي زې وكرم په باغ كښې، او اورونه زرغونه كړي

او بل خوا ته د قبا نه، د ريدي اورونه مړه كړي

زما زړه دى پرون وړى، سترګې دي زما صبا ته

غونډه كښې لكه تنها يم، كڅي واړومه چا ته

هر چا وكړو دا ګومان چي، راسره يې يارانه ده

زړه مي يو ؤ نه كتلو، د رازونو خزانه ده

پاكه خدايه! په دنيا كښې، ناست يوازي بې اشنا يم

ما دپاره كليم( نشته، كه زه ونه د سينا يم

زه ظالم او ستمكار يم، ما په ځان وكړه په خپله

تكه سره لمبه د اور ده، ما په خوا كښې وساتله

دا لمبه چي په لمنه، د هوش اور كاندي ور پوري

چي د عقل څه سامان دى، هغه ټول كړې اېرې تورې

دا د عقل لېونتوب هم، دى لنبې دي ورښيلې

هر د علم كالې ژوند نه، دى لمبې دي سوځولې

لمر چي تاؤ د دې نه واخيست، نو آسمان يې شو مقام

هم د دې نه تندرونه، چورلكونه خوري مدام

د شبنم د سترګې غوندي، په ژړا ژړا بې نور شوم

نو هله امانتګر زه، داسي ننه د پټ اور شوم

چل ما شمعې ته ښيلې، دا ښكاره چي سوځېدله

د دنيا له سترګو پټه، سوځېده مي زاره خپله

خو اخير له هر وېښته مي، سرې لمبې را وختلې

سرې سكروټې مي د فكر، له رګ رګ و څڅېدلې

زما چوڼي* سرې سكروټې، دانې ټولې كړې كې وينې

شوې د ده سندرې ځكه، سوځوونكې اور ورينې

يم په داسي زمانه كښې، چي زړه يې نشته په سينه كښې

مجنون ژاړي ليلا كوم ده، نشته هيڅ په كجاوه كښې

چي يواځي شمعه سوځي، ګران دى نه چي كار آسان دى

يو پتنګ مي د ښې نشته، هاى ارمان دى هاى ارمان دى

څوك خوږمن مي چرته نشته زه به څو څارمه لارې

په رازدار پسې به څو وي، زما ورځې نا قرارې

اې چي مخ د ځلولې، په اسمان كښې سپوږمۍ ستوري

دا خپل اور زما نه واخل،ه يو نظر زما په لوري

ته دا خپل امانت واخله، پستنه مي له سينې نه

دا جوهر پكښې اغزى شو، اوس مي وكښه له آئينې نه

يا يو زوړ ملګرى مل كړه، ته زما سره پر لاره

هغه عشق چي جهان سوز دى، ورته اوس وركړه هينداره

د څپو سره څپې دي، په درياب كښې غاړه وتې

اوسي تل ناقرارو كښې، دوى وبله سره نښتې

ستورى ستوري سره مل دي، په آسمان كښې چي بر ښكاري

په زنګون د توري شپې هم، سپوږمۍ ايښى دى سر ښكاري

سپينې ورځې خوا د توري، شپې د خوا سره تړلې

نن د خپلي خويښۍ غوټه، د صبا سره تړلې

هر لنډى* په اباسين كښې، لاهو چرته په اټك كښې

باد څپې څپې روان وي، په خوشبوى كښې چرته ورك شي

هرې ورانې ته چي ګورم، نو آباده په نڅا ده

لېونى ځي لېوني ته، په يو ځاى د دوى ګډا ده

ته بې شكه هغه ذات يې، چي بې مثله يې يكتا يې

خو تا ځان ته تماشه كړه، د دنيا په تماشا يې

زه رېدي غوندي ولاړ يم، دا يو ډكى د بېديا يم

ده چاپېره رانه ګوڼه، خو بيا هم لكه تنها يم

ما ته هم له خپل كرمه، راكړه داسي يو ملګرى

چي رازونه مي دننه، په فطرت كښې وينې زرى

داسي مل چي لېونى وي، هم په سول هوشيار وي جوړ وي

د دنيا د هغو د غو، له خيالونو ځنې موړ وي

چي دا خپله مسته چيغه، يې بارې روح ته وسپارمه

بيا يې د زړه په آئينه كښې، څېره خپله و وينمه

چي دا خپلې خاورې واخلم، د هغه وجود ترې جوړ كړم

چي هغه ته زه هم بت شم، هم بتګر شمه زړه سوړ كړم