Da-muslmano-qamono-pa-tasawuf
From IQBAL
د مسلمانو قامونو په تصوف
او اديبانو باندي د يونان د افلاطون د افكارو ډېر اثر شوى دى او د ګډو په لار روان دي، بايد چي د هغه له مخيلاتو ځانونه وساتي
افلاطون يو زور راهب ؤ، فلسفې تې كښېښوې جړې
بوډا ګډ د زوړ كنډك ؤ، وې ښكرونو يې كړې دړې
داسي يې اس په ترپ سيلۍ شو، د دنيا په غرونو شاړو
په تياره د فلسفه كښې، اډو ورك شو چرته لاړو
او جادو د نامحسوس يې، په سر داسي دى سور كړى
چي دى لاس كه غوږ كه سترګې، كړو بې ښې يـې هر يو غړى
ده ووې چي د ژوند راز شته، په مرګي كښې يـې ميندل شي
هغه شمعه بلېدونكې، سل جلوې مومي چي ګل شي
دې زموږه په خيالونو، باچهي كوي باچا دى
د ده جام ويده كونكى، لري كړونكي له دنيا دى
د ګډانو د رمې ګډ، په لمرو* كښې د انسان دى
د صوفي زړه كه دنيا ده، پكښې ناست دا حكمران دى
تر اسمانه و ختلو، چي ده عقل كړو وزرې
د اسبابو دې دنيا ته، ووې ده خوشي خبرې
د ژوندون جزونه وړه ده، ګډ وډ خاورې ايرې كړل
د دې ګڼې ګوري ونې، ټول ښاخونه ده راپرې كړل
زيان ته سود افلاطون ووې، د خپل فكر نه جهت
هر يو شته ته يې نشت ووې، ايله دغه يې ؤ حكمت
هم يې خپل فطرت ويده ؤ، هم يې خوب نړۍ كښې ډېر كړو
بس د ده د پوهي سترګو، را پيدا ايله او بتېر* كړو
د عمل له سمې لارې، نااشنا روان ؤ كوږ
دى مين په هغه څيز شو، چي شربت ؤ او نه پوږ
دى موجوړ عالم ته وركړ،و بس د وهم حيثيت ده
كوم اعيان( چي حاضر نه دي، و شمارل په حقيقت ده
په ژوندون كښې خو ژوندون ته، د امكان عالم دى غوره
چي په ژوند مړه دي، هغو ته دا عيان عالم دى غوره
د هغه هوسۍ ونه موند، د ترپللو چرې خوند
د هغه زركې وه نه موند، په ټول تللو چرې خوند
پرخه يې داسي ده بـې زوره، ښورېداى نه شي له ځايه
ساه يې نشته په سينه كښې، د مارغه يې هيڅ مه وايه
د هغه يوه دانه كښې، نشته شوق د ټوكېدلو
هم پتنګ يې بې خبر دى، له مزو د سوځېدلو
دا راهب په تېښته لاړو، بله هيڅ ترې نه شوه جوړه
د جهان تودې مېلې كړو، وار خطا له هغه سوړه
دې د تاؤ په تمه كښېناست، د سړې لښي په خوا كښې
ده دنيا د افيميانو، كړله جوړه په دنيا كښې
چي د ځالې ځنې والوت، تر اسمانه لاړو پورته
ولي بيا نه شو راستون دى، نه راكوز د ځالې لور ته
لرغونى د فلك خم دى، پكښې ورك فكر د ده شو
ريشتلى شو او كه خښته، خداى خبر په خم كښې څه شو
ده قامونو د دنيا ته، د خپل فكر زهر وركړل
د عمل مينه ترې لاړه، بس ويده يې پر بستر كړل