Actions

Da-khudi-nashtwali

From IQBAL

Revision as of 09:53, 21 June 2018 by Mominamubashir (talk | contribs) (Created page with "<div dir="rtl"> '''د خودۍ نشتوالى''' د انسان په نوغي كښې، د مريانو قامونو له خوا يوه نوې جوړه شوې خبره ده...")
(diff) ← Older revision | Latest revision (diff) | Newer revision → (diff)

د خودۍ نشتوالى

د انسان په نوغي كښې، د مريانو قامونو له خوا يوه نوې جوړه شوې خبره ده او په دې پټه طريقه د غالبو قامونو اخلاق پرې باسي

نرغونۍ يوه قيصه ده، اورېدلې په كشو كښې

وه د ګډو رمه پنډه، په پنډ غالي د ورشو كښې

ګيا ډېره وه زر زر به، د دوى نوغي لوئېدلو

نه يې ويره د دښمن وه، نه پرې چرې بلوسيدلو

د كنډك تقدير چي بد شو، بدې ورځ كړې سترګي ځيري

د بلا غشي پرې راغلل، كړې سينې يې د ټولو څيري

د زمرو غونډه پر راغله، د يو لوري د ځنګله

په ورشو د خوارو ګډو، زمرو وكړه د شپې هله

په اولجه* وهل تړل كښې، وي زمري د قوت لار ده

سوبه(2) يې ده لكه د وينځي، تل برى د قوت لار ده

زمري جاروه غږولو، چي مي زور شته شاهنشاه يم

آزادي د ګډو لاړه، هر ګډ سر كښېښو چي ستا يم

د زمري خوى ماتول دى، هسي نه چي يې پتنه وه

د بزو ګډو وينو سره كړه، كه ورشو له رنګه شنه وه

يوه ډېره زړه ګډه، په رمه كښې وه هوشياره

دې ليدلې زمانې وې، تېره وه په هره لاره

د خپل قام په غم غمژنه، دغه نيا وه د اوريو

څر او څكه پر حرام شول، له ظلمونو د زمريو

د تقدير ژړا يې وكړه، د ځان وير خو هم په كار دى

بيا يې زړه كښې داسي ووې، چي تدبير خو هم په كار دى

دا عادت دى د كمزوري، چي يې د سر ويره پيدا شي

بيا د عقل نه كار اخلي، تر حېلو خبره راشي

مصيبت په غلامۍ كښې، شي د عقل اس ته پونده

پس له هغه شي خبره، د تدبير د قوت تونده

څنګه څنګه چي پخيږي، لېونتوب د انتقام

د پتنو د جوړولو، فكر كړي عقل غلام

زړه كښې يې چي دا به څه شي، نيا د ګډو ځان ته ژاړه

دا زموږ غمونه سيند دى، نه يې تل شته او نه غاړه

نه يو موږ د زمرو ساري، نه به شو په زور آزاد

دي زموږه سپينې لېڅي، د هغو لاس د فولاد

ده ناشونې په وعظونو، څۀ كه زړه د زمري وركړم

په وينا به خواره ګډه، اخير څنګه شېر ببر كړم

په حكمت دا د كېدو ده، چي د ګډې غوندي شېر شي

كه چلونه ورته جوړ كړم، شته امكان چي ځان ترې هېر شي

د بزرګۍ دعوه يې وكړه، شه واعظه د خبرو

بوډۍ كډه ځاى ته لاړه، د شېرانو پنجورو

وېل رښتيا نه دروغ* وايي، او لوئيمارو نه كړو هيږي

بده ورځ نه بدل لېدونكې، د هغې نه وه ويريږي

خداى راكړى په خپل فضل، روحاني قوت دى غوره

شرمښانو هم زمرو نه، يم راغلې پيغمبره

هغه سترګې چي ړندې دي، زه هغو وته نور راغلم

پاك الله يم رالېږلې، او سره د دستور راغلم

له دنيا خو اخير تـګ دى، توبه كړئ له بدو چارو

څه توښه د اخير بويه، مه ځئ نور پر ورانو لارو

هر چه توند او زورور وي، دى بدبخت بللى ځكه

ژوند به چرې محكم نه شي، څو خودي نه كړي څوك وركه

له وښو خوراك موندل دي، د نېكانو د روح نخښې

خداى ته هغه څوك نزدې دى، كوم چي نه خوري واز ګي غوښې

در په سر بد ناموسي كړه، ستاسو پنجو تېرو داړو

د ادراك سترګې ړندې كړې، دا نظر يوسي له دواړو

د كمزور ډنګر( دپاره، بس جوړ كړى خداى جنت دى

د تاوان سبب هم دا شي، چي د چا سره قوت دى

ورك عظمت او هم سطوت شه، په لټون كښې يې پټ شر دى

هى توبه له اميرتوبه، چي ناچار ژوندون تر غور دى

تندر دې ته غلى نه دى، چي ايله په دانه راشي

چي رشه شي يا خره شي، باندي تندر ور خطا شي

كه هوښيار يې صحرا نه شي، په ذره كړه ځان حساب ته

چي تل اخلي رڼاګانې، له انوارو د افتاب ته

چي پر ګډه كړې ته ما ته، څه لويي په دې طاقت

ځان كړه ذبحه ده مېړاني، كه مقصود دي وي عزت

د ژوندون ماڼۍ كچه كړي، رده يې كني شا مدام

ښه څيز نه دى خبر قهر، زور زياتى او انتقام

نه به شنه ؤ د پښو لاندي، نه به بيا بيا ټوكېدل دوى

نه به تل د مرګ له خوبه، خپل لېمه بيا بيا وينځل دوى

عقل دا دى اې زمريه! ، چي خپل ځان كړه اډو هېر بس

لېونى دى لېونى دى، چي له ځانه نه شي تېر بس

سترګې پټې غوږ كاڼه كړه، شونډې جختې هر چه كيږي

ګوره بيا چي ستا اسمان ته، فكر خيږي كه نه خيږي

د دنيا په دې ورشو كښې، هيڅ هم نه شته دلته څه دي

مه تېر وځه كه څه دي هم، هسي وايه چي څه نه دي

زمرى ناست ؤ له سخت ژوند، او له مېړانې ځنې ستړى

تن ساتنه يې ارمان ؤ، د مو زړونه ؤ تر وړى

نصيحت كه الله هو وه، هر زمرى له دنيا موړ شو

تېر يې وه خوړوله ګډې، هغه تود ژوندون يې سوړ شو

هاى د ګډو ماتوونكي، شنه زمري ساده او سپين شول

شل او ګډه ړانده كاڼه شول، سر د ګډو بزو په دين شول

زمري كښېناستل وښو ته، تر دې حده يې بې خوندي شو

زمريتوب شو ځنې پاتې، مرغلره مات كودى شو

له غاښونو يې تېره والې، د وښو په خوراك لاړو

له سرو سترګو هيبتناكو، يې هغه رنـګ اډو پاك لاړو

په ورو ورو وه دورېدلو، زړه يې لاړو د سينې نه

اول تته بيا ړنده شوه، جوهر لاړو د آئينې نه

د كامل كوشش په دوى، كښې لېونتوب وه نه شو پاتې

د عمل جوشونه يې ورك شول، زړونه يې خوني شوې ميړانې

هغه عزم اقتدار او، استقلال د زمرو لاړو

كه عزت كه اعتبار ؤ، كه اقبال د زمرو لاړو

هغه پنجې د فولادو، بس تارونه شول اومړي

شول تنونه يې قبرونه، ساړه زړونه پكښې مړي

چي د تن قوت يې كم شو، د سر ويره يې شوله ډېره

د همت پنګه ترې يووړه، چي ترې ويره شوه چاپېره

چي همت ورځنې لاړو، راپيدا شول سل رنځونه

بد فطرت بې لاسو پښوشول، هم ختلي د دوى زړونه

ويښ زمري د ګډي سحر بس، ويده لكه بې ساى كړل

په تهذيب يې و بللو، چي خپل تن او روح يې باى كړل