Actions

Da-hazrat-aliraz-shair-da-khudai-da-namo-raazonah-barsirol

From IQBAL

د حضرت عليرض شير د خداى د نامو رازونه برسېرول

شېر د خداى مېړنى ځوان او، وړومبى دا مسلمان دى

شېر د خداى د عشق دپاره، يو دولت د پوخ ايمان دى

ده د دې كورنۍ مينه، دا چي زه ځنې ژوندى يم

د دې مينې د كبله، ګوهر غوندي ځلندى يم

يمه ورك په نندارو كښې، د نرګس غوندي حيران يم

د علي په ګلستان كښې، لكه بوى آزاد روان يم

خو ټكواڼى د زمزم دى، زما خاوره له حيدره

دا نشې هم له هغه دي، چي راخيزي مي له كوره*

زما تن د تورو خاورو، له كرمه آئينه ده

اوس نعرې پكښې ليداى شي، داسي پاكه مي سينه ده

د هغه په رڼا مخ كښې، پيغمبر ؤ فال كتلى

د هغه له شان شوكته، د ملت ؤ شان ختلى

دين موندلې مضبوطتيا ده، د علي له هر ارشاده

په نړۍ كښې قانون خور شو، د هغه له پاك اولاده

د رسول( په پاكه ژبه، دا زمرى شو بو تراب( ياد

څومره شان دى چي بيا دى كړو، "يدالله" د خداى كتاب ياد

پټ پراته په دې ناموس كښې، دي بې شانه ډېر رازونه

يوه هغه چي ږغولې، چا د ژوند خواږه سازونه

دا كندو د تورو خاورو، چي د تن په نامه ياد دى

عقل تل د ده له لاسه، په ژړا او په فرياد دى

تر آسمان ختونكى فكر، دى د زمكې كج ته توند كړي

او هم دې غوږن كاڼه كړي، او د سترګو څښتن ړوند كړي

دى په لاس كښې رابمبل كړي، د هوس دوه مخي توره

دا شوكمار د لاروي كړي، زړګى مات څټه رنځوره

خاورين تن خيبر قلعاده، شېر د خداى مېړني سر كړه

كندوړي د تورو خاورو، ده رڼا د ايمان وركړه

مرتضٰى كړو حق روښانه، چي وه يې توره بې ځواب

چي د تن وطن يې سر كړو، ځكه ياد شو "بوتراب"

د ملكونو سر كوونكى، دا زمرى له كرارۍ دى

مرغلره چې ځليږي، ځل له داسي خود دارۍ دى

هغه څوك چي په نړۍ كښې، "بوتراب" شي او زړور هم

نو هغه كه ورته لاس كا، كړي راهسك پرېوتى لمر* هم

هر چه زين ورباندي كښېږدي، تن د ده په واك نيلى شي

لكه وي باچاهي مهر، د سرو ګوتي كښې غمى شي

د خېبر لويي را پرېوځي، په دنيا كښې د ده پښو ته

او بيا هلته شي وېښونكې، د كوثر غوندي اوبو ته

چا چي ځان وپېژندلو، هم هغه ؤ "يد الٰهي"( كړي

څوك چي لاس د لوى الله شي، هم هغه شاهنشاهي كړي

د علمونو ښهريې(0) ته، د ده ذات لكه د ور شي

څلور كونجه دنيا كوزه، د ده حكم باندي بر شي

له نشې ډكي اوبه كه، ؤ څوك غواړي له خپل كوره( 2)

نو اول خپله خاوره، كړي په لاس كښې د زړه سره

دا دى دين د پتنګانو،چي ځان خاورې كړي هوشيار شه

مېړنتوب د سړي دا دى، شېر د خداى د خاورو پلار شه

اې د ګل غوندي نازكه، كلك د كاڼي غوندي ځان كړه

په رده كښې ورته پرېوځه، پوخ دېوال د ګلستان كړه

ته اول د خپلې خاورې، يو ښه كښلې انسان جوړ كړه

له خاطره د انسان بيا، ته يو نوى جهان جوړ كړه

كه ته نشې جوړولاى، كور او ور او په شا تښتې

بل به ځان ته كاندي جوړي، ستا له خاورو د كور خټې

ته ګيلې كړې له آسمانه، تل د خپلو بد بختيو

او ستا جام په وير ژړا دى، تل د كاڼو له سختيو

په نارو، چيغو، كوكارو، به ترڅو يې وير ژړلى

څو به كړې ګيلې د بل نه، مخ او سر سينه وهلى

په تونديو د عمل كښې، پټ مضمون د ژوندانه دى

چي تخليق خوندونه در كړي، دا قانون د ژوندانه دى

مېړنتوب و ښيه پاڅه، را پيدا نوى جهان كړه

د خليل غوندي نوم يوسه، سرو لمبو كښې كور ودان كړه

كه جهان ناموافق شي، ته يې رنـګ واخلې له رنګه

اچول د توري ډال دي، په ميدان لكه بې ننګه

هر مېړه چي مېړنى شي، پخې چاري كړي هر لوري

زمانه ورته ور واوري، بيا د ده سترګو ته ګوري

كه د ده په طبعه نه شي، په ترس وګوري جهان ته

زمرى ووځي و ميدان ته، پتون و وهي آسمان ته

زوړ بنياد د موجوداتو، وران له بېخه يې لت پلت كړي

او بيا نوې رده كښېږدي، دا ذرې په بل صورت كړي

د شپو ورځو ګرځېدونى، دا نظام له سره وران كړي

له دې مځكې تر آسمانه، تر او بام له سره وران كړي

يو قوت د خپلو مټو، را پيدا نوى جهان كړي

چي يې زړه په كومه غواړي، په هغې لاره يې روان كړي

ژوند خو ژوند د مېړنتوب دى، مېړني ژوه چي يې خوند دى

ګڼې و مره په مېړانه، دغه مرګ هم لكه ژوند دى

ازمېښتونه په خپل زور كړي، مېړني او درنې څټې

درنو چارو ته ور ووځي، ملا تړلې نغښتي مټې

چي يې تل سختۍ اختيار كړې، دا د عشقه سره ښايي

خليل سرې لمبې ګلزار كړې، دا د عشقه سره ښايي

هر مېړه چي سختي پسندي، او له هر مشكله تېر دى

اندازه يې له كاره وشي، چي ګيدړ دى او كه شېر دى

هر نامړده دى بې تاوه، په وسله د كينې تود دى

راشه زه يـې درته وايم، چي د ژوند خو بس يو دود دى

خانه! ژوند ښكاره قوت دى، د قوت سندرې وايي

اصل يې ذوق د غلبې دى، د رفعت سندرې وايي

تل بې وخت بې ځايه عفوه، د ژوند وينه كاندي موره

د ژوندون په موزون بيت كښې، د سكتې غوندي ده وروره

چي په كنده د ذلت كښې، هغه څوك دى پرېوتلي

ناتواني ته مدام وايي، قناعت دا تېروتلي

ناتواني ده غله شوكماره، د ژوندون په لويه لاره

د دروغ او ويره يې راوړه، داسي مور ده اميدواره

هيڅ نېكۍ د دې په نس كښې، نه شته نه ورځنې زېږي

خو بدۍ په څو څو شانه، په شودو د دې لوييږي

اول ونغوږه خبره، نو بيا ويښ اوسه هوشياره

دا دښمن هغه دښمن دى، چي كښېني پټ نيسي لاره

كه څښتن يې ته د پوهي، نو و نه خوري ځنې تېر

د كربوړي غوندي زر- زر، بدلوي رنګونه ډېر

ډېر پوهان هم دي ناپوهه، دا يې و نه پېژندله

پلونه پر راكاږي، مخ يې پټ كاندي پخپله

كله يې رحم كړي پړونى، كله يې كړي په نرمۍ پټه

عاجزي كله بورقه كړي، پكښې نغاړي د دې څټه

كله دوى كاندي دا پټه، په لمرو* د مجبورۍ كښې

كله يې كښېنوي په ستر، په پړدو د معزورۍ كښې

كله دا تن آساني شي، د پلو نه په غلا بلوسي

د قوت له خاوندانو، په يوه مسكا زړه يوسي

سره غبرګ دى زېږېدلى، صداقت او توان اې ګلو!

بس هم دغه جام د جم دى، كه مو ځان و پېژندلو

دا ژوندون لكه پټى دى، او قوت ځنې حاصل دى

تل قوت ښه ښكاره كړې، راز د حق او د باطل دى

كه په لاس د مدعي كښې، دغه پنګه د قوت وي

بې پروا د ده دعوه ده، بيا دليل ته څه حاجت دى

چي باطل قوت پيدا كړي، ځان ښكاره د حق په شان كړي

حق د سره دروغجن كړي، او د حق يقين په ځان كړي

بيا كه ووايي چي وشه، نو كه زهر وي كوثر شي

خير ته ووايي چي شر يې، د هغه له زوره شر شي

له آداب د امانت( نه، اې وګړيه ناخبره!

ته له دواړو جهانونو، دا يو ځان وګڼه غوره

د ژوندون رمزونه ډېر دي، ځان خبر كړه نو بيا وايه

هم ظالم او هم جاهل شه، نور هرڅه ته بې له خدايه

غوږ او سترګې دي كه خوله ده، هرڅه پرانېزه هوښياره!

بيا راځه راپوري خانده، كه دي ونه مونده لاره