<br />
<b>Warning</b>:  "continue" targeting switch is equivalent to "break". Did you mean to use "continue 2"? in <b>/home/www/iqbal.wiki/includes/json/FormatJson.php</b> on line <b>297</b><br />
<br />
<b>Warning</b>:  "continue" targeting switch is equivalent to "break". Did you mean to use "continue 2"? in <b>/home/www/iqbal.wiki/languages/LanguageConverter.php</b> on line <b>773</b><br />
<?xml version="1.0"?>
<feed xmlns="http://www.w3.org/2005/Atom" xml:lang="en">
	<id>http://iqbal.wiki/index.php?action=history&amp;feed=atom&amp;title=Wakhat-ghokhowanki-tora-da</id>
	<title>Wakhat-ghokhowanki-tora-da - Revision history</title>
	<link rel="self" type="application/atom+xml" href="http://iqbal.wiki/index.php?action=history&amp;feed=atom&amp;title=Wakhat-ghokhowanki-tora-da"/>
	<link rel="alternate" type="text/html" href="http://iqbal.wiki/index.php?title=Wakhat-ghokhowanki-tora-da&amp;action=history"/>
	<updated>2026-04-16T14:02:28Z</updated>
	<subtitle>Revision history for this page on the wiki</subtitle>
	<generator>MediaWiki 1.31.0-rc.0</generator>
	<entry>
		<id>http://iqbal.wiki/index.php?title=Wakhat-ghokhowanki-tora-da&amp;diff=6711&amp;oldid=prev</id>
		<title>Mominamubashir: Created page with &quot;&lt;div dir=&quot;rtl&quot;&gt; '''وخت غوڅوونكې توره ده'''  د رحمت باران كړه څلى، شين هم تر د شافعيرح  چي نشه يې كل جهان كړو،...&quot;</title>
		<link rel="alternate" type="text/html" href="http://iqbal.wiki/index.php?title=Wakhat-ghokhowanki-tora-da&amp;diff=6711&amp;oldid=prev"/>
		<updated>2018-06-22T09:11:11Z</updated>

		<summary type="html">&lt;p&gt;Created page with &amp;quot;&amp;lt;div dir=&amp;quot;rtl&amp;quot;&amp;gt; &amp;#039;&amp;#039;&amp;#039;وخت غوڅوونكې توره ده&amp;#039;&amp;#039;&amp;#039;  د رحمت باران كړه څلى، شين هم تر د شافعيرح  چي نشه يې كل جهان كړو،...&amp;quot;&lt;/p&gt;
&lt;p&gt;&lt;b&gt;New page&lt;/b&gt;&lt;/p&gt;&lt;div&gt;&amp;lt;div dir=&amp;quot;rtl&amp;quot;&amp;gt;&lt;br /&gt;
'''وخت غوڅوونكې توره ده'''&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د رحمت باران كړه څلى، شين هم تر د شافعيرح&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چي نشه يې كل جهان كړو، دا دى كور د شافعيرح&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د ده فكر له آسمانه، كور(2) كړو ستورى ډك له نوره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دويم نوم يې وخت له كښېښو، ورتې ووې تېره توره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د دې توري بيان ډېر دى، څو به دا ژبه چليږي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
برېښېدلى مخ چې وينې، دا ژوندون پكښې ځليږي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چا سره چي وي له خوفه، له اميده بې پروا وي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د موسٰى تر لاسه روڼ وي، چي كوم لاس نيولى دا وي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په يوه ګوزار د ګټ نه، را روانه دا چينه كړي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په يوه ګوزار دوړنه، وچه دا د سيند سينه كړي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
موسٰى هم په لاس كښې ګله، كلك نيولى دا شمشير ؤ&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
هغه ځكه په هر كار كښې، له تدبيره مخكښې تېر ؤ&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په دې توره يې درياب ته، سينه يووړه خيرې ګاره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دوړې پورته كړې له بحره، پكښې ځان ته وكړه لاره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د خيبر د سركوونكي، شېر خيبر كښې كوم قوت ؤ؟&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
شافعيرح چي و ستايله، د دې توري بركت ؤ&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د آسمان دا چورلكونه، خو د هر چا د ليدو دي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
تـګ راتـګ د شپو او ورځو، د هر چا د پوهېدو دي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
اې د شپو  ورځو په بند كښې، بنديوانه! شه در ياده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د خپل زړه ننداره وكړه، چي پكښې بله دنيا ده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
خپلې خاورې ته د تخم، تروږمۍ  ور واچوله&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
او د وخت د توري مخ تا، يوه كرښه وه ګڼله&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
بيا په ډانګ د شپو او ورځو، كچ ته و درېدې ګله!&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
زمانه دي ناپ كوله، داسي لنډه وه دا كله&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د شپو، ورځو تار په غاړه، ځان ته تا لكه زنار كړو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
لكه پټ باطل فروشه، تود دي دا خوشى بازار كړو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ته كېميا وې، ته اكسير وې، اوس يې موټى تورې خاورې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
زېږېدلى راز د حق وې، خو باطل شوې سپورې خاورې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په رښتيا كه مسلمان يې، له ځان آ خوا دا زنار كړه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د ډيوې غوندي روښانه، ته دا غونډه د احرار كړه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
خبر نه يې له زمانې چي، دا په اصل څه راغلې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ځكه تا جاوداني هم، ځار شم نه ده پېژندلې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
اې! د ورځو، شپو په قيد كښې، به تر څو پوري كړېږې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
&amp;quot;لي مع الله&amp;quot;* كښې وګوره، د وخت رمز كه پوهېږې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
وخت روان دى له رفتاره، يې هر څه هر څه پيدا دي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ژوندون هم ځنې يو راز دى، ډېر رازونه د وخت لا دي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
وخت د لمر په ګردش نه دى، حقيقت د ده څه بل دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
لمر خو هر ماښام پرېوځي، وخت په مخه روان تل دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دى په وخت كښې عيش او غم هم، عاشوره ده او اختر هم&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
وخت يو راز دى چي موندلى، تر رڼا سپوږمۍ او لمر هم&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
اې ناپوهه! تا زمان هم، د مكان غوندي را خور كړو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
تا په خپله ناپوهۍ كښې، پرون نور او صباح نور كړو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
تا خو خپل ګلستان پرېښو، لكه بوى په تېښته لاړې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په خپل لاس دي زندان جوړ كړو، بنديوان پكښې ولاړې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
نه زموږ د وخت اول شته، نه اخير دى ده ليدلى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د انسان د زړه په باغ كښې، بس پخپله ټوكېدلى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
وخت چي چا وه پېژندلو، په ژوندو كښې را ژوندى شي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
سحر كله داسي روڼ وي، لكه دى چي ځلندى شي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ژوند پيدا له زمانې دى، زمانه له ژوند پيدا ده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
&amp;quot;زمانې ته سپك مه وايئ&amp;quot;(1)، د رسول د خولې وينا ده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
درته كړم يوه خبره، برېښېدلې مرغلره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چي عبد(2) څه وي او حر(3) څه وي، راته غوږ كړه سمندره!&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
عبد د شپو، ورځو حساب كړي، عبث، ګوند ښه څيز شماري&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د حر زړه ترې بې پروا وي، زمانه څۀ نه څيز شماري&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
عبد د شپو ورځه تارونه تنسته بو ده كفن كړي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
او بيا دغه كفن واخلي، پټ پر خپل بې روحه تن كړي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
تن د خټې لويه بوخته، حر بهر تر په خپل زور شي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
زمانه كه ده هر څومره، دى يې ونغاړي پرې خور شي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په كورګي د صبح و شام كښې، عبد مارغه دى نښتى كښته&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
نه خبر دى له الوته، نه يې خبر دى له لذته&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
او د حر سينه چي ساه يې، تونده تېزه توده سره ده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دا د ورځو شپو مرغونه، كه پوهېږې نو پنجره ده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
عبد موندلى موندل غواړي، فطرت داسي د هغه وي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
واردات يې په وجود كښې، هيڅ هم نوي نوي نه وي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په يو ځاى ولاړ نابوده، سست يې ايښى پېټى پر ساه وي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د سحر او د ماښامه، بس د ده يوه ژړا وي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
حر هردم نوى تخليق كړي، كوي نوي- نوي چاره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
نوې نوې نغمې خيزي، تل تر تل د ده له تاره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په شانه ګوري ځي وړاندي، خټه بس داسي د ده ده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د پركار د كرښې ګېڼه، د حر مخكښې لاره نه ده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
زمانه د عبد په پښو كښې، پروت د اوسپنې ځنځير دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
شكايت يې له تقدير دى، تل د ده په خونه وير دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
تل د حر د لوړ همت او، د قضا مشورې كيږي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
همګي كېدونكې چاري، د هغه تر لاسه خيزي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
څه چي تېر دي څه راتلونكى، په موجود كښې يې دى تمام&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په تلوار توندي د حر كښې، كړي اوږدې مودې آرام&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ده له ږغه هم له زوږه، داسي پاكه دا خبره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د درك مرجوڼانه شي، بيا مونداى دا مرغلره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
وه مي وېل خو ښكاره نه شو، د معنا هغه رخسار ښه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
معنا ما ته ګيله وكړه، چي په تورو كښې مي كار څه؟&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
كه ژوندى معنا د تورو، لمري واغوستل خومړه شوه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ستا ساګانې داسي يخې، چي لمبه يې لاړه سړه شوه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
پټې او ښكاره خبرې، خو په زړونو كښې پرتې وي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
تـګ د وخت او راز د ورځو، پټ هم دغسي پكښې وي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
اورېداى نه شي په غوږو، كه نغمې د وخت د ساز شته&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د زړه خونې ته وركوز شه، پكښې ننه د وخت راز شه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
هغه هم وې چرې ورځې، چي زموږ د مټو زور ؤ&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د وخت توره مو په لاس كښې، په جهان كښې يې شرنګ خور ؤ&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
موږ د زړونو په پټو كښې، د دين تخم وشيندلو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د حق مخ مو را څرګند كړو، موږ پلو ترې واړولو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دا دنيا وه سخره غوټه، نوك مو پرانسته كه واورې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چي سجدې مو باندي وكړې، بخت راويښ شو د دې خاورې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
سره شراب د حق په خم كښې، خوند مو يې واخست له ګوټ ګوته&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
پخواني شراب خانې مو، په شبخون كړې لوټه- لوټه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
اې چي ستا په كوزه ګۍ كښې، ډك زاړه شراب دا نن دي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چي ښيښه ويلي كول كړي، ستا شراب داسي تاوژن دي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
له ډېر كبر ځان منتوبه، اډو ګوري هم نه لاندي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د طعنې غشي را ولي، په تش لاس پوري مو خاندي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چرې چرې جام زموږ هم، په دې شان د غونډي خوند ؤ&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په سينو سيپو كښې زړونه، مرغلرې ژوند مو ژوند ؤ&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
منم* نوې زمانه چي، ښايسته په هره خوا ده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دا زموږ كاروان چي تېر شو، له هغو دوړو پيدا ده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دا د حق پټى چي موړ دى، موږ وركړې خپله وينه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
حق پرست د نړۍ وړه، زموږ دا احسان منينه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
نړۍ موږه كړه آباده، چي مېرمن مو د تكبير كړه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
خپله خاوره مو هر چرته، بس كعبه ځنې تعمير كړه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د اقرا( تعليم و موږ ته، راكړو خداى د خپلي خوښې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
رزق ده زموږ په لاسو، كړو دنيا ته برخې- برخې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
كه له لاس مو تاج او تخت لاړ، لكه خس مه ګڼه ګرګه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
بې نوا به يو خو واوره، ګوره مه په سپكه سترګه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ستا په سترګو كښې به موږه، ډېر زيانمن او خوار و زار يو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د زوړ عقل زړې پوهي، ګڼى سم په خطا لار يو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
خو دستار د لاالٰه، لوى عزت زموږ پر سر دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ځار! د دواړو جهانونو، حفاظت زموږ پر سر دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
بې پروا له نن صبا موږ، لېوني په محبت كښې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چا سره مو ژبه كړې، ناست يو تل په هغه پت كښې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
موږ د حق په زړه كښې ننه، پراته پټه خزانه يو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
وارثان يو د موسٰى او، د هارون نا بېګانه يوه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
لمر، سپوږمۍ دي ترې روښانه، تاؤ زموږ دى دا تراوسه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
شته زموږه په وريځ كښې، تندرونه لا تراوسه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دا زموږه ذات چي وينې، آئينه د خداى د ذات ده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
مسلمان په نښانو كښې، نښانه د خداى د ذات ده&lt;br /&gt;
&amp;lt;/div&amp;gt;&lt;/div&gt;</summary>
		<author><name>Mominamubashir</name></author>
		
	</entry>
</feed>