<br />
<b>Warning</b>:  "continue" targeting switch is equivalent to "break". Did you mean to use "continue 2"? in <b>/home/www/iqbal.wiki/includes/json/FormatJson.php</b> on line <b>297</b><br />
<br />
<b>Warning</b>:  "continue" targeting switch is equivalent to "break". Did you mean to use "continue 2"? in <b>/home/www/iqbal.wiki/languages/LanguageConverter.php</b> on line <b>773</b><br />
<?xml version="1.0"?>
<feed xmlns="http://www.w3.org/2005/Atom" xml:lang="en">
	<id>http://iqbal.wiki/index.php?action=history&amp;feed=atom&amp;title=Da-shair-haqiqat-o-da-islami-adbiyato-islah</id>
	<title>Da-shair-haqiqat-o-da-islami-adbiyato-islah - Revision history</title>
	<link rel="self" type="application/atom+xml" href="http://iqbal.wiki/index.php?action=history&amp;feed=atom&amp;title=Da-shair-haqiqat-o-da-islami-adbiyato-islah"/>
	<link rel="alternate" type="text/html" href="http://iqbal.wiki/index.php?title=Da-shair-haqiqat-o-da-islami-adbiyato-islah&amp;action=history"/>
	<updated>2026-04-16T13:56:57Z</updated>
	<subtitle>Revision history for this page on the wiki</subtitle>
	<generator>MediaWiki 1.31.0-rc.0</generator>
	<entry>
		<id>http://iqbal.wiki/index.php?title=Da-shair-haqiqat-o-da-islami-adbiyato-islah&amp;diff=6160&amp;oldid=prev</id>
		<title>Mominamubashir: Created page with &quot;&lt;div dir=&quot;rtl&quot;&gt; '''د شعر حقيقت او د اسلامي ادبياتو اصلاح'''  د انسان وينه توده ده، تل له داغ د آرزوګانو  دا د...&quot;</title>
		<link rel="alternate" type="text/html" href="http://iqbal.wiki/index.php?title=Da-shair-haqiqat-o-da-islami-adbiyato-islah&amp;diff=6160&amp;oldid=prev"/>
		<updated>2018-06-21T10:40:40Z</updated>

		<summary type="html">&lt;p&gt;Created page with &amp;quot;&amp;lt;div dir=&amp;quot;rtl&amp;quot;&amp;gt; &amp;#039;&amp;#039;&amp;#039;د شعر حقيقت او د اسلامي ادبياتو اصلاح&amp;#039;&amp;#039;&amp;#039;  د انسان وينه توده ده، تل له داغ د آرزوګانو  دا د...&amp;quot;&lt;/p&gt;
&lt;p&gt;&lt;b&gt;New page&lt;/b&gt;&lt;/p&gt;&lt;div&gt;&amp;lt;div dir=&amp;quot;rtl&amp;quot;&amp;gt;&lt;br /&gt;
'''د شعر حقيقت او د اسلامي ادبياتو اصلاح'''&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د انسان وينه توده ده، تل له داغ د آرزوګانو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دا د خاورو كندو روڼ دى، له څراغ د آرزوګانو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د ژوند جام ته سره شراب دي، تمنا وراچولي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
هر څه- هر څه په نشه كښې، توند په وړاندي ځكه زغلي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په كتاب د ژوندانه كښې، يو مضمون دى د تسخير بس&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
تمنا چي ورته وايي، دا افسون دى د تسخير بس&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دا ژوندون لكه ښكاري دى، تمنا يې لكه دام دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چي يې ليږي د حسن لور ته، تمنا د عشق پيغام دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ساه په ساه دا ارمانونه، چي د كومې خوا نه راشي؟&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
زير او بم د ژوند په ږغ كښې، چي له كومي را پيدا شي؟&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
هر يو څيز چي خوندور دى، ډېر ښايسته دى په جهان كښې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دى زموږه لار ښيونكى، د طلب په بيابان كښې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چي ښايسته يـې په كوم زړه كښې، ښه پوخ وه لګي انځور شي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
آرزوګانې پكښې زيږي، هغه زړه يو آباد كور شي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د آرزو پسرلى به نه وه، خو ښايست پيدا كړو ځويه!&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
هم جلوه ده د ښايست چي، د آرزو ده ساتندويه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د شاعر سينه كه ګورې، د ښايست د رڼا كور دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
له سينا ځنې يې راخيژي، د ښايست د رڼا زور دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د هغه نظر دى داسي، چي هر ښه له ښه هم ښه كړي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
فطرت خوږ كړي له خوږو هم، د هغه جادو څه نه كړي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
بلبلانو دي زده كړي، له شاعره ژړاګانې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
اننګو د ګلو يې موندي، له رنګونو رڼاګانې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
سوځېدنى د شاعر دى، دا په زړه كښې د پتنګ هم&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د شاعر له بركته، دى د عشق د قصو رنـګ هم&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د لوندې وچې لوئيوالى، د ده خټه كښې پنهان دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د ده زړه كښې نوى  نوى، په جهان پسې جهان دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په دماغ كښې يې رېدي شته، چي لا نه دي ټوكېدلي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
فريادونه او نغمې هم، چي لا نه دي اورېدلي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په خپل فكر رسېدونكى، ناست په ګړده كښې د ستورو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دى د ښو پيدا كوونكى، نااشنا له بدو تورو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د دې خضر په تور تم كښې، د حيات اوبه پرتې دي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
اوبه خور د ژوند د باغ كړي، چي د ده سترګې چينې دي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
موږه يو ستړي ستومان،ه ساه ختلي پښې مو ماتي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
تر منزله پوري موږ ته، لا ده ډېره لاره پاتې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د شاعر چوڼى( چغيږي، وايي دې خوږې سندرې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چي په موږ كښې جوش پيدا كړي، لنډ كړي سر د لارې لرې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چي جنت د ژوندانه ته، موږه راكاږي په منډه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چي د ژوند لينده په مثل، د پوره سپوږمۍ كړي غونډه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
قافلې دي چي چليږي، د شاعر جرس ږغيږي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
مخ په وړاندي ورپسې دى، ږغ د سوي شپېلۍ خيږي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چي زموږ په ګلستان كښې، ؤ د ده نسيم الوت كړى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په ريدي ګلاب كښې ګډ شي، په نرمۍ چمن جنت كړي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د هغه فريب دى داسي، چي تر ژوند كلك هم ډېريږي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
هم د ځان سره حساب كړي، هم په منډو ځي تيريږي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
شاعر خپل دسترخوان ويړ كړي، رابلل د ټول جهان كړي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
خپل اورونه و هر چاته، پس د باد غوندي ارزان كړي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
وير د هغه قام په حال دى، چي يې مرګ  وي برخه نغښتې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چي شاعر يې وي بې خونده، له ميدانه د ژوند تښتي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
بد هم ښه ور پكښې ښكاري، څه بې وايي د هينداري&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
خوږ كلام يې سل نشتره، ځيګر يوسي څېري ګاري&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
تازه والى ځنې يوسي، ښكلوي كه مخ د ګلو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د الوت مينه كړي وركه، نه زړګيو د بلبلو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ستا مستوالى د پلووچو، د هغه له بد افيون دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د ژوندون دا درنه پنګه، وړي قېمت يې د مضمون دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په چمن كښې دى د سرو، د ښايست نه پرېږدي ترې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ساه يې داسي ده بې سوزه، له شاهين جوړ كړي تنزرې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
له سينې په كښته كب دى، او انسان دى بر تر سره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
لكه وي ابنات البحر*، ځنې شته دى د سر ويره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په خوږو- خوږو سندرو، دا مهى ماڼګى ويده كړي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په خطا مخه يې بوځي، او بېړۍ ډوبه د ده كړي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ستا د زړه قوت په غلا وړي، او نغمې ته يـې خوند وايي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دا هم سحر د شاعر دى، ته چي مرګ   وته ژوند وايي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ستا د زړه له تښتي وينزي، د ژوندون د خواهش رنګه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په پوهيږې چي شاعر وړي، سره لعلونه ستا له درنګه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
هر يو سود لكه د زيان كړي، تا او ما ته چي ناره كړي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په دنيا كښې چي څه ښه دي، لكه بد يې را ښكاره كړي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د فكرونو په درياب كښې، غوپه دركړي تا فنا كړي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د عمل له قوتونو، تا پړسمن او نااشنا كړي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
هم په خپله هغه ستړى، موږه يې هم وينا كړو ستړي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د شاعر د جام له دوره، د محفل ژوندي شول مړي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
برېښ د تندر پكښې نه شته، د هغه داسي باران دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
يو اوبتير( د بوى اورنګ دى، د هغه داسي بوستان دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د هغه ښايست دى لري، له رښتيا- رښتيا خبرو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په درياب كښې نور څه نه شته، بې چيغو مرغلرو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
څه يې د ويښې نه خوب ښه كړو، قراري يې غور له شور كړو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د هغه سړو ساګانو، مړ زموږه تك سور اور كړو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
زړه ته زهر خونړي دي، دا يې ږغ د بلبل نه دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د هغه ګلالۍ وينې، تور سهار پكښې ويده دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
خم كوزه كه يې پياله ده، ځان ساته ورځنې شابه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
كه راڼه ښكاري هم تښته، د شاعر له دې شرابه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
اې چي ته يې كړې بې خوده، د شراب يې دا اثر دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د هغه په كوزه ګۍ كښې، ستا د توري شپې سحر دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په نغمو يې هديره كړه، ستا د زړه دنيا ده غلې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
قاتل زهر دي ستا نس ته، د غوږونو په لار تللې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
اې سبب د تنزل دى، درته وايم ستا انداز&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دي تارونه يې شلېدلي، ترنګ دي نه خيژي له ساز&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
پړسمنتوب داسي بېكار كړې، چي ته هغه نه يې نور يې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په دنيا كښې خو اوسېږې، د اسلام په لمن تور يې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
پر تړلى شې بې وسه، د ګل رګ   درته ځنځير دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د سحر وږمه دغس كړي، درته توره تسا ترې وير دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
تور د عشق په لمن پاكه، پوري شو ستا له فرياده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
تا د عشق تصوير خراب كړو، څه دي وكړل اې بهزاده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ستا ازار ورته ګونه كړه، تكه زېړه رنـګ يې سپور دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ستا سوړوالى دومره ډېر ؤ، چي مړ كړى يې د عشق اور دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ستا له ډېره ستړي توبه، پړوكي پړوكي پروت دى ستړى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ستا له ډېرو ناتوانيو، هغه هم دى لكه مړى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په پياله كښې د شاعر خو، ژړاګانې د واړه دي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
او د كور كالي يې لوخړې، اسويلي ساړه- ساړه دي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
سرخوش توب له ميخانو دى، په غښتلي ګوټ پيدا كړي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د پردو خونو، كړكو كښې، د ختلي رڼا غلا كړي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
رنځور غاړى مړغيژن او، تربت سر يې زوړند كښته&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د غريب نه ساه وخيزي، د دربان په يوه لته&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
وچ لرګى لكه شپېلۍ شو، رنځېدلى غم زپلى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د آسمان ځنې ګيلې كړي، سر په چيغو نه شو غلى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
خوشامنده او كينه يې، بس جوهر دى د هينداري&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ناتواني خوږه مينه، لرغونى يې ملا د لاري&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ډېر بدبخت او خوار او لاندي، زړه ختلى ياد په مات شو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
يو نامراد او نااميده، د حجرې نه د جومات شو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
وير ژړا د شاعر يووړه، وه چي ستا سره په پنګه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په مالت كښې يې خوب حرام كړو، كه هر څو نه وه دا رنګه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
هاى په حال د هغه عشق دى، چي يې لمبه لاړه سړه شوه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دا راسره شوه په كعبه كښې، بت خانه كښې راغله مړه شوه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
اې شاعره! كه څه نغدي، د ويناوو ستا سره دي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د ژوندون پر نوك يې كښېږده، چي كوټه او كه كره دي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ښيي لار د فكر شمع، د عمل په مخكښې زغلي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
لكه تندر ته په وړاندي، برېښېدني تاليدلي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دي بايده چي صالح فكر، شي پيدا ستا په ادب كښې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په ستنه زغله تش لوښى، چي ستا خم دى په عرب كښې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
بيا* عربي معشوقې ته، زړه ريبار كړه چي پخلا شي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چي د كرد( له تور ماښامه، د حجاز سحر پيدا شي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د عجم د باغ ګلونه، ټول كړل تا ډكي ځولۍ تا&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
هم د هند ايران ليدلي، د سپرليو ګل دلۍ تا&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د شګلوړي بېديا تاؤ ته، لږه بيا كړه څټه كلكه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د خورما زاړه شراب خو، يو څو څاڅكي كړه بيا څكه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د عرب صحرا كه بټ دى، ته يې په غېږه كښې سر كښېږده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
كه تود باد دى در نه تاو شي، دغه تن دي پكښې پرېږده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
تا پېرى دي اړولى، په نمرو* رېښمين پستو كښې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
راشه اوس يې ته عادت كړه، د خامتار په تنستو كښې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د رېډيو په تلګو كښې، كوي بنګړي له مودو راسي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د شبنم په فوارې تل، لكه ګل لانبي چي پاڅي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د تودو شګو صحرا ده، لږ خوې كښېينه په سينه كښې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ته يوه غوپه خو وخوره، په زمزم غوندي چينه كښې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
لكه چوڼى به څو ژاړې، د ګل خوا كښې ناخوشحاله&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په دې هسي باغيچو كښې، به تر څو ولرې ځاله&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دې هما عزت موندلى، ستا د دام له بركته&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ورځه خپله ځاله كښېږده، د دنګ غر پر سر اوچته&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
زول، ږلۍ، تندر په تخر كښې، داسي ځاله كړه ته سازه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چي بې شانه وي اوچته، له كنام* د كټه بازه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دا ژوندون د جنـګ ميدان دى، چي ته هم د جنـګ جوګه شې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چي د ژوند اور ته ورټوپ كړې، روح او تن پكښې لمبه شې&lt;br /&gt;
&amp;lt;/div&amp;gt;&lt;/div&gt;</summary>
		<author><name>Mominamubashir</name></author>
		
	</entry>
</feed>