<br />
<b>Warning</b>:  "continue" targeting switch is equivalent to "break". Did you mean to use "continue 2"? in <b>/home/www/iqbal.wiki/includes/json/FormatJson.php</b> on line <b>297</b><br />
<br />
<b>Warning</b>:  "continue" targeting switch is equivalent to "break". Did you mean to use "continue 2"? in <b>/home/www/iqbal.wiki/languages/LanguageConverter.php</b> on line <b>773</b><br />
<?xml version="1.0"?>
<feed xmlns="http://www.w3.org/2005/Atom" xml:lang="en">
	<id>http://iqbal.wiki/index.php?action=history&amp;feed=atom&amp;title=Da-sahrae-baba-nasihat</id>
	<title>Da-sahrae-baba-nasihat - Revision history</title>
	<link rel="self" type="application/atom+xml" href="http://iqbal.wiki/index.php?action=history&amp;feed=atom&amp;title=Da-sahrae-baba-nasihat"/>
	<link rel="alternate" type="text/html" href="http://iqbal.wiki/index.php?title=Da-sahrae-baba-nasihat&amp;action=history"/>
	<updated>2026-04-16T12:14:44Z</updated>
	<subtitle>Revision history for this page on the wiki</subtitle>
	<generator>MediaWiki 1.31.0-rc.0</generator>
	<entry>
		<id>http://iqbal.wiki/index.php?title=Da-sahrae-baba-nasihat&amp;diff=6214&amp;oldid=prev</id>
		<title>Mominamubashir: Created page with &quot;&lt;div dir=&quot;rtl&quot;&gt; '''د صحرايي* بابا نصيحت'''  اې! چي خاورو كښې را لوى شوې، لكه ګل پكښې هم پايې  ته هم دې ښايسته...&quot;</title>
		<link rel="alternate" type="text/html" href="http://iqbal.wiki/index.php?title=Da-sahrae-baba-nasihat&amp;diff=6214&amp;oldid=prev"/>
		<updated>2018-06-21T12:35:06Z</updated>

		<summary type="html">&lt;p&gt;Created page with &amp;quot;&amp;lt;div dir=&amp;quot;rtl&amp;quot;&amp;gt; &amp;#039;&amp;#039;&amp;#039;د صحرايي* بابا نصيحت&amp;#039;&amp;#039;&amp;#039;  اې! چي خاورو كښې را لوى شوې، لكه ګل پكښې هم پايې  ته هم دې ښايسته...&amp;quot;&lt;/p&gt;
&lt;p&gt;&lt;b&gt;New page&lt;/b&gt;&lt;/p&gt;&lt;div&gt;&amp;lt;div dir=&amp;quot;rtl&amp;quot;&amp;gt;&lt;br /&gt;
'''د صحرايي* بابا نصيحت'''&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
اې! چي خاورو كښې را لوى شوې، لكه ګل پكښې هم پايې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ته هم دې ښايسته چمن كښې، د خودۍ له نس پيدا يې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
خودي مه پرېږده هيڅ چرې، ټول عمري ژوندون و مومه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
كه يو څاڅكي يې نو يې به، اباسين وه نغره درومه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دغه نور د خودۍ نور دى، دا چي ته ترې برېښنده يې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
كه خودي دي كړه محكمه، نو هله به پائنده يې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ويده نه شې ورته لاس كړه، چي سودمنه دا سودا ده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
حفاظت د خودۍ وكړو، چي لويي په دې كښې ستا ده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
لا ژوندى يې مرې له ويرې، وېرېدونكى له فنا يې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
اې له سره د لوږې شم، پوهېدلى ته خطا يې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
زه خبر يم راشه خوا ته، واوره ترنګ د ژوند له سازه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چي د ژوند سندره څه وي كړم خبر به دي له رازه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دي غوټه وهل په ځان كښې، په مثال د مرغلرې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
بيا تړلې ملا له ځايه، رسېدل دي لرې- لرې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د ايرو په دې ډېران كښې، د سرو ټكو غونډول دي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په يو غر لمبه كېدل دي، نظرونه سوځول دي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دا د غم خو ته وسوځه، چي زړه شوه څلوېښتو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
له ځان تاؤ هغه شعله شه، چي تاويږي تل په تېښتو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ځان د بل له طواف خلاص كړه، له تا ځار شم دغه ژوند دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ځان كعبه كړه ترې تاوېږه، دغه ژوند دي ډېر يې خوند دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
وزر ووهه خيره، د دې خاورو له راكښلو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د مرغانو غوندي ګرځه، بې پروا له پرېوتلو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
كه مرغۍ د الوت نه يې، شته خبره ستا په كار كښې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ته بيا مه جوړوه ځاله، د دې خاورو په تور غار كښې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
علم بحر وړل ترې غواړې، په ځوليو مرغلرې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
نو د زړه په غوږو واوره، د رومي بابا خبر&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
علم تش د تن دپاره، تور ښامار دى د ګوزار دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
علم هغه زړه چي ويښ كړي، يو ښه يار دى تل په كار دى&amp;quot;&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د رومي بابا له حاله، ځان خبر كړه د زړه سره!&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
حلب(1) ښار كښې درس لوستى شو، د علمونو له دې لمره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
وو د عقل دليلونه، يو ځنځير د ده په پښو كښې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
او بېړۍ يې جوړېدله، بس د عقل غلغلو كښې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
موسٰى وه خو بې خبره، دى د عشق د طور له سره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
مينه څه وي سود يې څه وي، له سودا يې ناخبره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
تشكك)1 ( او كه اشراق(2) دى، وو لګيا په دې خبرو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
تل به ده پېيل هارونه، د حكمت د مرغلرو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
مشائين(3) ته پرانستې ده، د سوالونو سخرې غوټې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په رڼا يې د خپل فكر، كړې ښكاره خبرې پټې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ګېر چاپېر به ترې پراته وو، كتابونه انبارونه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د يو يو به ده بيان كړل، چي په كښې وو اسرارونه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ووې شمس تبرېز ته، خپل مرشد صاحب(4) كمال&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ورغلو د پير په حكم، مدرسې ته(5) د جلال&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
وې دا څه بحثونه كيږي، او دا څه شور او غوغا ده؟&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
وهم قياس استدلال دي، دا د څه چارې وينا؟&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ملا سخته ورته ووې، چي خوله ونيسه څه ړوند يې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د پوهانو په خبرو، نه پوهيږې عبث خاندې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ووزه ورك له مدرسې شه، ښه پښې و باسه نه پوهيږې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
قېل او قال دى د پوهانو، ستا څه كار په څه پوهېږې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ستا له پوهي ډېره پورته، دا زموږ تر منځ وينا ده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
هم د دې وينا له نوره، د ادراك ښېښه رڼا ده&amp;quot;&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د ملا بې جوړ خبرو، تاؤ د شمس* يو په څلور كړو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
سرې لمبې شوې ځنې پورته، د ده روح يې سړه اور كړو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
لكه تندر يې نظر ؤ، چي ور پرېوتو پر مځكه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
تا د روح يې ؤ بې شانه، سرې لمبې شوې هسكې ځكه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د زړه اور شو تر چاپېره، لمبه يې درمن د ادراك كړو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
لوى دفتر د فلسفې ؤ، اور ايره لكه خشاك كړو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ملاګى له خبر نه ؤ، چي عشق څه وي رنـګ يې څه وي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
رباب څنګه وي د عشق او، معجزه د ترنګ يې څه وي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ده كړه چيغه &amp;quot;چي دا څه كړې، تا خو اور ولګولو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د حكمت دفتر د ما ته، سر تر سر وسوځولو&amp;quot;&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
هغه وې چي &amp;quot;مسلمان يې، خو په غاړه دي زنار دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ذوق او حال د لېونو دى، غلى كښېنه ستا څه كار دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د حال نخښه مو بې شانه، ستا له فكره سر بالا ده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دا د څاورو نه زر جوړ كړي، سره لمبه زموږ كېميا ده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د حكمت له يخو واورو، سرمايه ستا ودريږي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ستا د فكر له وريځو، نور څه نه ږلۍ وريږي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
پاڅه پاڅه سره اورونه، د خپل ځان په خشاك بل كړه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
له دې تورو خاورو هسكې، سرې لمبې ته په يو ځل كړه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د مسلم علم كامل شي، چې په زړه كښې اور پيدا كه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د اسلام معنا خو دا ده، چي اٰفلو* ته بس شا كه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ابراهيم چي ځان آزاد كړو، د افل ځنې په نره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
سور انګار ورته ګلزار شو، نه ده دا پټه خبره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د حق علم ته دي شا كړه، مخ باطل ته نه وه رنګه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په يو ټوك ډوډۍ دي وركړه، دومره لويه د دين پنګه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
تل په منډو ترړو سر يې، هر خوا زغلې رانجه ګورې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
هيڅ له ځانه خبر نه يې، دي ځائي د سترګي تورې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
برېښېدلي بمبل توره، به اوبه د حيات دركړي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ډك له زهرو تور شامار به، خپله خوله جام د كوثر كړې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
هغه تور(1) بختور كاڼى، غواړه ته له درمساله&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
له نامه د لېوني سپي، غواړه مشك چې دركړي تا له&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ولي سوز د عشق مه غواړه، په حاضر(2) علم كښې نشته&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
خوند د حق د جام مه غواړه، په كافر علم كښې نشته&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د دې علم په رڼا كښې، څه هم ډېره موده ورك وم&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
وم رازدان د نوي پوهي، ځكه ډېره موده سپك وم&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
باغوانانو د دې باغ چي، په ما وكړو امتحان&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
نو راز هله راښكاره كړو، ما ته دوى د ګلستان&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ګلستان نه عبرت ځاى دى، لكه ټل وي د ريديو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
لكه ګل چي د كاغذ وي، دى او بتير(3) د خوشبو هيو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چي د دې ګلشن له بند يم، آزاد شوى كله راسي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د طوبٰى په څانګه ما كړه، ځاله جوړه هله راسي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د نن علم غټ پلو دى، پروت زموږه پر نظر دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د ړانده كړو بت پرست دى، بت فروش دى هم بتګر دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په زندان د مظاهر كښې، شا مدام دى پښې تړلى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
او د خس له سرحدونو، په تلاش نه دى وتلى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
زړه يې خور د ژوند په لار شو، د ده پښه چي وښويېدله&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
آخير ده په خپله توره، مرۍ ځان ته غمه كړله&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د ده اور د رېدي اور دى، تاؤ يې نشته زما ناوري&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په ښكاره تر شعلې خيژي، ننه يخ دى لكه واورې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دى ځايي د عشق له سوزه، بس راغلى دى آزاد&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په نړۍ د جستجو كښې، تل ناكام دى هم ناښاد&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
رنځوري د عقل ډېري، عشق طبيب دى بله نه شي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
عشق چي رګ  ووهي ده ته، لېونتوب د عقل ښه شي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ټول عالم كه وپوهيږي، په سجده د عشق كښې سود دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
منم عقل سومنات دى، ولي عشق ورته محمود دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
عشق شراب د نوي علم، كوزګۍ ترې تشه توره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
بې نصيبه د ده شپې دي، د &amp;quot;الله الله&amp;quot; د شوره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
خپل شمشاد درته ښكاره شو، ډېر بې قدره بې قېمته&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د بل سرو درته ښكاري، له هغه ډېره اوچته&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په خپل ځان د شندي وكړې، بې ځان ډډ لكه شپېلۍ شوې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
پردي ږغ ته دي غوږ كښېښو، خوند يې دركړلو للۍ* شوې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په خوزي پسې ګرځې، له پدري ښكار نه يې غواړې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ته خپل جنس ورپكښې ګورې، او پردي دوكان ته لاړې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د مسلم په غونډه غيري، ډيوې اور ولګولو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
او سپرغۍ د درمسال يې، جومات و سوځولو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د كعبې له خوا او شا چي، هوسۍ تر پلل پاتې نه شو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
نو دا حال يې شود نشو، كړل غلبېل د ښكاري غشو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
لكه بوى د ګل چي خور وي، پاڼې هم هسي خورې شوې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د خودۍ نه تښتېدليه! ، شه راستون ذرې ذرې شوې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د قرآن غوندي كتاب كښې، د حكمت امانتګره!&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
تا ورك كړى خپل يووالى، بيا و مومه شابه نره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د ملت يووالى كوټ دى، په وره موږ ؤ درېدلي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د يووالي په پرېښولو، له ايمان شو لاس وينځلي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د زاړه ساقي پياله وه، هئ ټيكرى تار په تار شوه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د حجاز د مستو غونډه، خوره بېله بېله يې لار شوه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
موږ په خپله كعبه كړله، په بتانو بيا ودانه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په اسلام پوري زموږه، كفر شين شو له خندا نه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
شېخ دولت د اسلام بائلو، د بتانو د عشق لار كښې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د تسپو دانې ناپوهه، و پېيلې په زنار كښې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د پيرتوب دپاره نخښه، سپين وېښته دى د پيرانو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په كوڅو كښې پسې ځغلي، دخندا كړل هلكانو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
وېښته سپين او زړه يې تور دى، نه پر لاالٰه انځور دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د هوس بتان بې شماره، د هر يو زړه ورته كور دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
هر هغه پير شو چي چا كړه، اوږده ږيره لومي لومي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
هئ! د دين په خرڅول كښې، خيژي دوى تر كومي كومي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دوى سره د مريدانو، شپه او ورځې په سفر وي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د ملت له ښې او بدي، ضرورت نه څه خبر وي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دوى ړانده په غبرګو سترګو، ګڼي دي نرګس صورته&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
سپينې خوارې تشې تورې، د ژوندي زړه له دولته&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
كه صوفي دى كه واعظ دى، په منصب پسې تل خوار شو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دى روان په كږو لارو، ټول ملت بې اعتبار شو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
واعظ سترګې بت خانې ته، كه وي خير په ځان يې سود دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د پاك دين مفتي تاجر شو، د فتوو بازار يې تود دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
پيران مخ په ميخانه دي، د دوى لار كرښه د مار شوه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
اې يارانو! غونډه وكړئ، چي زموږه كومه لار شوه*&lt;br /&gt;
&amp;lt;/div&amp;gt;&lt;/div&gt;</summary>
		<author><name>Mominamubashir</name></author>
		
	</entry>
</feed>