<br />
<b>Warning</b>:  "continue" targeting switch is equivalent to "break". Did you mean to use "continue 2"? in <b>/home/www/iqbal.wiki/includes/json/FormatJson.php</b> on line <b>297</b><br />
<br />
<b>Warning</b>:  "continue" targeting switch is equivalent to "break". Did you mean to use "continue 2"? in <b>/home/www/iqbal.wiki/languages/LanguageConverter.php</b> on line <b>773</b><br />
<?xml version="1.0"?>
<feed xmlns="http://www.w3.org/2005/Atom" xml:lang="en">
	<id>http://iqbal.wiki/index.php?action=history&amp;feed=atom&amp;title=Da-khudi-nashtwali</id>
	<title>Da-khudi-nashtwali - Revision history</title>
	<link rel="self" type="application/atom+xml" href="http://iqbal.wiki/index.php?action=history&amp;feed=atom&amp;title=Da-khudi-nashtwali"/>
	<link rel="alternate" type="text/html" href="http://iqbal.wiki/index.php?title=Da-khudi-nashtwali&amp;action=history"/>
	<updated>2026-04-16T15:12:42Z</updated>
	<subtitle>Revision history for this page on the wiki</subtitle>
	<generator>MediaWiki 1.31.0-rc.0</generator>
	<entry>
		<id>http://iqbal.wiki/index.php?title=Da-khudi-nashtwali&amp;diff=6140&amp;oldid=prev</id>
		<title>Mominamubashir: Created page with &quot;&lt;div dir=&quot;rtl&quot;&gt;  '''د خودۍ نشتوالى'''   د انسان په نوغي كښې، د مريانو قامونو له خوا يوه نوې جوړه شوې خبره ده...&quot;</title>
		<link rel="alternate" type="text/html" href="http://iqbal.wiki/index.php?title=Da-khudi-nashtwali&amp;diff=6140&amp;oldid=prev"/>
		<updated>2018-06-21T09:53:47Z</updated>

		<summary type="html">&lt;p&gt;Created page with &amp;quot;&amp;lt;div dir=&amp;quot;rtl&amp;quot;&amp;gt;  &amp;#039;&amp;#039;&amp;#039;د خودۍ نشتوالى&amp;#039;&amp;#039;&amp;#039;   د انسان په نوغي كښې، د مريانو قامونو له خوا يوه نوې جوړه شوې خبره ده...&amp;quot;&lt;/p&gt;
&lt;p&gt;&lt;b&gt;New page&lt;/b&gt;&lt;/p&gt;&lt;div&gt;&amp;lt;div dir=&amp;quot;rtl&amp;quot;&amp;gt;&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
'''د خودۍ نشتوالى'''&lt;br /&gt;
 &lt;br /&gt;
د انسان په نوغي كښې، د مريانو قامونو له خوا يوه نوې جوړه شوې خبره ده او په دې پټه طريقه د غالبو قامونو اخلاق پرې باسي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
نرغونۍ يوه قيصه ده، اورېدلې په كشو كښې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
وه د ګډو رمه پنډه، په پنډ غالي د ورشو كښې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ګيا ډېره وه زر زر به، د دوى نوغي لوئېدلو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
نه يې ويره د دښمن وه، نه پرې چرې بلوسيدلو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د كنډك تقدير چي بد شو، بدې ورځ كړې سترګي ځيري&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د بلا غشي پرې راغلل، كړې سينې يې د ټولو څيري&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د زمرو غونډه پر راغله، د يو لوري د ځنګله&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په ورشو د خوارو ګډو، زمرو وكړه د شپې هله&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په اولجه* وهل تړل كښې، وي زمري د قوت لار ده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
سوبه(2) يې ده لكه د وينځي، تل برى د قوت لار ده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
زمري جاروه غږولو، چي مي زور شته شاهنشاه يم&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
آزادي د ګډو لاړه، هر ګډ سر كښېښو چي ستا يم&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د زمري خوى ماتول دى، هسي نه چي يې پتنه وه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د بزو ګډو وينو سره كړه، كه ورشو له رنګه شنه وه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
يوه ډېره زړه ګډه، په رمه كښې وه هوشياره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دې ليدلې زمانې وې، تېره وه په هره لاره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د خپل قام په غم غمژنه، دغه نيا وه د اوريو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
څر او څكه پر حرام شول، له ظلمونو د زمريو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د تقدير ژړا يې وكړه، د ځان وير خو هم په كار دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
بيا يې زړه كښې داسي ووې، چي تدبير خو هم په كار دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دا عادت دى د كمزوري، چي يې د سر ويره پيدا شي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
بيا د عقل نه كار اخلي، تر حېلو خبره راشي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
مصيبت په غلامۍ كښې، شي د عقل اس ته پونده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
پس له هغه شي خبره، د تدبير د قوت تونده&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
څنګه څنګه چي پخيږي، لېونتوب د انتقام&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د پتنو د جوړولو، فكر كړي عقل غلام&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
زړه كښې يې چي دا به څه شي، نيا د ګډو ځان ته ژاړه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دا زموږ غمونه سيند دى، نه يې تل شته او نه غاړه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
نه يو موږ د زمرو ساري، نه به شو په زور آزاد&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
دي زموږه سپينې لېڅي، د هغو لاس د فولاد&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ده ناشونې په وعظونو، څۀ كه زړه د زمري وركړم&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په وينا به خواره ګډه، اخير څنګه شېر ببر كړم&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په حكمت دا د كېدو ده، چي د ګډې غوندي شېر شي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
كه چلونه ورته جوړ كړم، شته امكان چي ځان ترې هېر شي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د بزرګۍ دعوه يې وكړه، شه واعظه د خبرو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
بوډۍ كډه ځاى ته لاړه، د شېرانو پنجورو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
وېل رښتيا نه دروغ* وايي، او لوئيمارو نه كړو هيږي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
بده ورځ نه بدل لېدونكې، د هغې نه وه ويريږي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
خداى راكړى په خپل فضل، روحاني قوت دى غوره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
شرمښانو هم زمرو نه، يم راغلې پيغمبره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
هغه سترګې چي ړندې دي، زه هغو وته نور راغلم&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
پاك الله يم رالېږلې، او سره د دستور راغلم&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
له دنيا خو اخير تـګ دى، توبه كړئ له بدو چارو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
څه توښه د اخير بويه، مه ځئ نور پر ورانو لارو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
هر چه توند او زورور وي، دى بدبخت بللى ځكه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ژوند به چرې محكم نه شي، څو خودي نه كړي څوك وركه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
له وښو خوراك موندل دي، د نېكانو د روح نخښې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
خداى ته هغه څوك نزدې دى، كوم چي نه خوري واز ګي  غوښې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
در په سر بد ناموسي كړه، ستاسو پنجو تېرو داړو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د ادراك سترګې ړندې كړې، دا نظر يوسي له دواړو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د كمزور ډنګر( دپاره، بس جوړ كړى خداى جنت دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د تاوان سبب هم دا شي، چي د چا سره قوت دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ورك عظمت او هم سطوت شه، په لټون كښې يې پټ شر دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
هى توبه له اميرتوبه، چي ناچار ژوندون تر غور دى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
تندر دې ته غلى نه دى، چي ايله په دانه راشي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چي رشه شي يا خره شي، باندي تندر ور خطا شي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
كه هوښيار يې صحرا نه شي، په ذره كړه ځان حساب ته&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چي تل اخلي رڼاګانې، له انوارو د افتاب ته&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چي پر ګډه كړې ته ما ته، څه لويي په دې طاقت&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ځان كړه ذبحه ده مېړاني، كه مقصود دي وي عزت&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د ژوندون ماڼۍ كچه كړي، رده يې كني شا مدام&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ښه څيز نه دى خبر قهر، زور زياتى او انتقام&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
نه به شنه ؤ د پښو لاندي، نه به بيا بيا ټوكېدل دوى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
نه به تل د مرګ  له خوبه، خپل لېمه بيا بيا وينځل دوى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
عقل دا دى اې زمريه! ، چي خپل ځان كړه اډو هېر بس&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
لېونى دى لېونى دى، چي له ځانه نه شي تېر بس&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
سترګې پټې غوږ كاڼه كړه، شونډې جختې هر چه كيږي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ګوره بيا چي ستا اسمان ته، فكر خيږي كه نه خيږي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د دنيا په دې ورشو كښې، هيڅ هم نه شته دلته څه دي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
مه تېر وځه كه څه دي هم، هسي وايه چي څه نه دي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
زمرى ناست ؤ له سخت ژوند، او له مېړانې ځنې ستړى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
تن ساتنه يې ارمان ؤ، د مو زړونه ؤ تر وړى&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
نصيحت كه الله هو وه، هر زمرى له دنيا موړ شو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
تېر يې وه خوړوله ګډې، هغه تود ژوندون يې سوړ شو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
هاى د ګډو ماتوونكي، شنه زمري ساده او سپين شول&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
شل او ګډه ړانده كاڼه شول، سر د ګډو بزو په دين شول&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
زمري كښېناستل وښو ته، تر دې حده يې بې خوندي شو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
زمريتوب شو ځنې پاتې، مرغلره مات كودى شو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
له غاښونو يې تېره والې، د وښو په خوراك لاړو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
له سرو سترګو هيبتناكو، يې هغه رنـګ اډو پاك لاړو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په ورو ورو وه دورېدلو، زړه يې لاړو د سينې نه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
اول تته بيا ړنده شوه، جوهر لاړو د آئينې نه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د كامل كوشش په دوى، كښې لېونتوب وه نه شو پاتې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د عمل جوشونه يې ورك شول، زړونه يې خوني شوې ميړانې&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
هغه عزم اقتدار او، استقلال د زمرو لاړو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
كه عزت كه اعتبار ؤ، كه اقبال د زمرو لاړو&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
هغه پنجې د فولادو، بس تارونه شول اومړي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
شول تنونه يې قبرونه، ساړه زړونه پكښې مړي&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چي د تن قوت يې كم شو، د سر ويره يې شوله ډېره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
د همت پنګه ترې يووړه، چي ترې ويره شوه چاپېره&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
چي همت ورځنې لاړو، راپيدا شول سل رنځونه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
بد فطرت بې لاسو پښوشول، هم ختلي د دوى زړونه&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
ويښ زمري د ګډي سحر بس، ويده لكه بې ساى كړل&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
په تهذيب يې و بللو، چي خپل تن او روح يې باى كړل&lt;br /&gt;
&lt;br /&gt;
&amp;lt;/div&amp;gt;&lt;/div&gt;</summary>
		<author><name>Mominamubashir</name></author>
		
	</entry>
</feed>