Actions

Qisa-da-shaikh-o-bambar

From IQBAL

قيصه د شېخ او بامبړ

يو بامبړ په بنارس كښې، شپه او ورځ په دې لټون ؤ

چي ژوند څه وي او مرګ څه وي، سر يې ايښى په رنګون ؤ

دى څښتن د ډېر عزت ؤ، د ډېر علم او حكمت ؤ

او د خداى كتونكو خلګو، سره يې مينه محبت ؤ

ؤ يې ذهن رسېدونكى، وې پكښې نوې خبرې

ثريا ته رسېدلي، وې د عقل يې وزرې

ايښى ده د ځالي ډكي، د عنقا غوندي ډېر بر ؤ

په انګار د ده د فكر، سپيلني سپوږمۍ او لمر ؤ

د ده عمر په خوارۍ او، شواخون كښې وتې ټول ؤ

له شرابو د حكمت نه، يې لا تراوسه تش كنډول ؤ

ده د علم په چمن كښې، خپل دام بيا بيا وغوړولو

د معنا مارغه يې په سترګو، چرې هم ونه ليدلو

نوكى يې فكر كړى په وينو، خو وه غوټه ډېره سخره

پرانستى شوه داسي چرته، دا د ژوند او مرګ خبره

نا اميد يې زړه كښې اور شوى، پر ګواه د اٰه لوخړه

د حيران زړه غمازګره، شوه څهره يې تكه زېړه

چرته داسي كامل ښخ ؤ، زړه يـې دولت ؤ په سينه كښې

دا بامبړ هلته حاضر شو، پرېوت شېخ ته په كوڅه كښې

غلى يې كښېناستو په وړاندي، هيڅ يې نه ختل ږغونه

د كامل وينا ته يې كښېښول، د سره هم د زړه غوږونه

شېخ وې اې چي بره چورلې، د آسمان په پورته لوړه

ته خو مځكې ته را كوز شه، لږ په خاورو هم وه رغړه

چي صحرا او په ميرو كښې، منډې وكړې خوند يې ډېر دى

ستا خو فكر آس په ترپو، له آسمانه هم ور تېر دى

راشه مځكې ته را كوز شه، مه اسمان كښې ګرځه لرې

بس كړه مه لټوه نورې، دا د ستورو مرغلرې

زه دا نه وايمه تا ته، چي له بت ځنې وېزار شه

كه كافر يې كافرتوب كړې، لږ جوګه خود زنار شه

زوړ تهذيب ستا د نيكونو، امانت دى اې بې پته

زَړه لاره چي پرې نه ږدې، نصيب مه وهه په لته

كه دنيا كښې جمعيت دى، چي ژوندون تر د ملت دى

كفر هم هغه دولت دى، چي پيدا له جمعيت دى

اې! چي ته په كافرتوب كښې، كامل نه يې لا تراوسه

زړه حرم دى د طواف يې، قابل نه يې لا تراوسه

موږه دواړه لرې وتي، يو د لارې د تسليم نه

ته يې لرې د آزر نه، لرې زه د ابراهيم نه

قيس زموږه لا تراوسه، په سودا د محمل نه شو

لېونتوب د عاشقۍ كښې، دى تر اوسه كامل نه شو

چي د تن د تيارې خوني، ډيوه ګۍ د خودۍ ګل شي

خير يې څه كه د خيالونو، تر آسمان پوري ختل شي

او يو لاس ور واچولو، يوه ورځ د غره لمن ته

ګنګا سيند خبره وكړه، همالې د ملك مين ته

وې چي اې چي ازل راسي، يخى واوري ستا دستار دى

هر يو سيند چي بهېدلى، ستا په تن لكه زنار دى

خداى دي برخه كړه دنګوالى، تر آسمانه رسېدلې

ولي پښې دي په ځاى ښخې، نه يې له ځايه ښورېدلى

چي يې پښې درنه اخستې، نه د لار نه دى رفتار دى

دا كلكوالى كه غټوالى، اوچتوالى د څه كار دى

ژوندون پر له پسې ترړې، ژوندون نوم دى د كركنډو

د موج ژوند ته سامان وكړو، په سر توري ډېرو منډو

غر له خود ځنې وتلى، د درياب په دې پېغور شو

قهر داسي وه چولو، تا به وې چي سيند د اور شو

ورتې ووې چي سينه خو، ما ته تا هينداره* كړې

واوره ستا غوندي سيندونه، ډېر زما له سينې رغړي

په قدم د ناز روانه، داسي تلونكې مدام سپك شي

هر بـې سول چي ځان ترې ورك شي، ځاى لري كه هغه ورك شي

چي له ځانه خبر نه وي، هغه څه وي ستا په شان وي

تل په هغه څه نازيږې، چي په كومه كښې دي زيان وي

پاس اسمان چي سر پر چورلي، ته( پيدا يې له هغه نه

هغه غاړه ستا نه ښه ده، چي پرته وي تل ريمنه

خپل ژوندون دي وسپارلو، لوى قلزم ته نه ده رنګه

دا خو تا په خپله كښېښوه، د غلو مخكښې د ځان پنګه

لكه ګل د باغ دننه، شه خوددار چي لاړ دي شور شي

په ګل شوكو پسې مه ځه، په دې نيت چي بوى دي خور شي

په خپل ځاى زرغونېدل ژوند، په خپل ځاى دى لوئيدل ژوند

د خودۍ له باغيچې تل، د ګلونو ټولول ژوند

پښې په خاورو كښې ولاړ يم، مودې وشوې ډېرې زياتې

ستا ګومان څه دى چي زه يم، د منزل نه ګنې پاتې؟

زه وړوكى دومره دنګ شوم، وختمه تر آسمانه

ثريا د مى ته غوړې، د لمن سيورى زما نه

سمندر ته پرېووځې ورك شي، نه د مومي كه څوك ګوري

زما څوكه دومره هسكه، چي سجدې پر كوي ستوري

زما كڅې همه كڅې، د آسمان پټې خبرې

د ملكو الوت اورم، چي خورې كاندي وزرې

چي د پر له پسې سعي، اور كښې تېر كړل ماكالونه

نو هله مي ګټه ګټه، شول غمي الماس لعلونه

دي په ما كښې سړه كاڼي، په هر كاڼي كښې پټ اور شته

نه مي اور ته رسېداى شي، نه اوبو كښې دومره زور شته

دا خو سيند يې كه يې څاڅكى، خپلو پښو ته هم مه غورځه

سمندر ته آرامېږه، هر طوفان پسې ور ګرځه

څاڅكى ځان كړه مرغلره، په طلب د روښنايۍ شه

شه يې زوړنده په غوږ كښې، يو ښايست د درخانۍ شه

يا خوره تونده وريځ شه، ګټې ګټې غورونه غرونه

د سيندونو وروونكي، غورزوونكي تندرونه

چي قلزم هم تا ته در شي، او طوفان په سوال و غواړي

بيا ستا ور كړى ته تنګوالى، د لمنې دى و ژاړه

پس له هغه به ځان ده ته، كم له موجه هم وه ښكاري

سر به ستا په پښو كښې كښېږدي، د ځان سارى به دي شماري