Actions

Da-shair-haqiqat-o-da-islami-adbiyato-islah

From IQBAL

د شعر حقيقت او د اسلامي ادبياتو اصلاح

د انسان وينه توده ده، تل له داغ د آرزوګانو

دا د خاورو كندو روڼ دى، له څراغ د آرزوګانو

د ژوند جام ته سره شراب دي، تمنا وراچولي

هر څه- هر څه په نشه كښې، توند په وړاندي ځكه زغلي

په كتاب د ژوندانه كښې، يو مضمون دى د تسخير بس

تمنا چي ورته وايي، دا افسون دى د تسخير بس

دا ژوندون لكه ښكاري دى، تمنا يې لكه دام دى

چي يې ليږي د حسن لور ته، تمنا د عشق پيغام دى

ساه په ساه دا ارمانونه، چي د كومې خوا نه راشي؟

زير او بم د ژوند په ږغ كښې، چي له كومي را پيدا شي؟

هر يو څيز چي خوندور دى، ډېر ښايسته دى په جهان كښې

دى زموږه لار ښيونكى، د طلب په بيابان كښې

چي ښايسته يـې په كوم زړه كښې، ښه پوخ وه لګي انځور شي

آرزوګانې پكښې زيږي، هغه زړه يو آباد كور شي

د آرزو پسرلى به نه وه، خو ښايست پيدا كړو ځويه!

هم جلوه ده د ښايست چي، د آرزو ده ساتندويه

د شاعر سينه كه ګورې، د ښايست د رڼا كور دى

له سينا ځنې يې راخيژي، د ښايست د رڼا زور دى

د هغه نظر دى داسي، چي هر ښه له ښه هم ښه كړي

فطرت خوږ كړي له خوږو هم، د هغه جادو څه نه كړي

بلبلانو دي زده كړي، له شاعره ژړاګانې

اننګو د ګلو يې موندي، له رنګونو رڼاګانې

سوځېدنى د شاعر دى، دا په زړه كښې د پتنګ هم

د شاعر له بركته، دى د عشق د قصو رنـګ هم

د لوندې وچې لوئيوالى، د ده خټه كښې پنهان دى

د ده زړه كښې نوى نوى، په جهان پسې جهان دى

په دماغ كښې يې رېدي شته، چي لا نه دي ټوكېدلي

فريادونه او نغمې هم، چي لا نه دي اورېدلي

په خپل فكر رسېدونكى، ناست په ګړده كښې د ستورو

دى د ښو پيدا كوونكى، نااشنا له بدو تورو

د دې خضر په تور تم كښې، د حيات اوبه پرتې دي

اوبه خور د ژوند د باغ كړي، چي د ده سترګې چينې دي

موږه يو ستړي ستومان،ه ساه ختلي پښې مو ماتي

تر منزله پوري موږ ته، لا ده ډېره لاره پاتې

د شاعر چوڼى( چغيږي، وايي دې خوږې سندرې

چي په موږ كښې جوش پيدا كړي، لنډ كړي سر د لارې لرې

چي جنت د ژوندانه ته، موږه راكاږي په منډه

چي د ژوند لينده په مثل، د پوره سپوږمۍ كړي غونډه

قافلې دي چي چليږي، د شاعر جرس ږغيږي

مخ په وړاندي ورپسې دى، ږغ د سوي شپېلۍ خيږي

چي زموږ په ګلستان كښې، ؤ د ده نسيم الوت كړى

په ريدي ګلاب كښې ګډ شي، په نرمۍ چمن جنت كړي

د هغه فريب دى داسي، چي تر ژوند كلك هم ډېريږي

هم د ځان سره حساب كړي، هم په منډو ځي تيريږي

شاعر خپل دسترخوان ويړ كړي، رابلل د ټول جهان كړي

خپل اورونه و هر چاته، پس د باد غوندي ارزان كړي

وير د هغه قام په حال دى، چي يې مرګ وي برخه نغښتې

چي شاعر يې وي بې خونده، له ميدانه د ژوند تښتي

بد هم ښه ور پكښې ښكاري، څه بې وايي د هينداري

خوږ كلام يې سل نشتره، ځيګر يوسي څېري ګاري

تازه والى ځنې يوسي، ښكلوي كه مخ د ګلو

د الوت مينه كړي وركه، نه زړګيو د بلبلو

ستا مستوالى د پلووچو، د هغه له بد افيون دى

د ژوندون دا درنه پنګه، وړي قېمت يې د مضمون دى

په چمن كښې دى د سرو، د ښايست نه پرېږدي ترې

ساه يې داسي ده بې سوزه، له شاهين جوړ كړي تنزرې

له سينې په كښته كب دى، او انسان دى بر تر سره

لكه وي ابنات البحر*، ځنې شته دى د سر ويره

په خوږو- خوږو سندرو، دا مهى ماڼګى ويده كړي

په خطا مخه يې بوځي، او بېړۍ ډوبه د ده كړي

ستا د زړه قوت په غلا وړي، او نغمې ته يـې خوند وايي

دا هم سحر د شاعر دى، ته چي مرګ وته ژوند وايي

ستا د زړه له تښتي وينزي، د ژوندون د خواهش رنګه

په پوهيږې چي شاعر وړي، سره لعلونه ستا له درنګه

هر يو سود لكه د زيان كړي، تا او ما ته چي ناره كړي

په دنيا كښې چي څه ښه دي، لكه بد يې را ښكاره كړي

د فكرونو په درياب كښې، غوپه دركړي تا فنا كړي

د عمل له قوتونو، تا پړسمن او نااشنا كړي

هم په خپله هغه ستړى، موږه يې هم وينا كړو ستړي

د شاعر د جام له دوره، د محفل ژوندي شول مړي

برېښ د تندر پكښې نه شته، د هغه داسي باران دى

يو اوبتير( د بوى اورنګ دى، د هغه داسي بوستان دى

د هغه ښايست دى لري، له رښتيا- رښتيا خبرو

په درياب كښې نور څه نه شته، بې چيغو مرغلرو

څه يې د ويښې نه خوب ښه كړو، قراري يې غور له شور كړو

د هغه سړو ساګانو، مړ زموږه تك سور اور كړو

زړه ته زهر خونړي دي، دا يې ږغ د بلبل نه دى

د هغه ګلالۍ وينې، تور سهار پكښې ويده دى

خم كوزه كه يې پياله ده، ځان ساته ورځنې شابه

كه راڼه ښكاري هم تښته، د شاعر له دې شرابه

اې چي ته يې كړې بې خوده، د شراب يې دا اثر دى

د هغه په كوزه ګۍ كښې، ستا د توري شپې سحر دى

په نغمو يې هديره كړه، ستا د زړه دنيا ده غلې

قاتل زهر دي ستا نس ته، د غوږونو په لار تللې

اې سبب د تنزل دى، درته وايم ستا انداز

دي تارونه يې شلېدلي، ترنګ دي نه خيژي له ساز

پړسمنتوب داسي بېكار كړې، چي ته هغه نه يې نور يې

په دنيا كښې خو اوسېږې، د اسلام په لمن تور يې

پر تړلى شې بې وسه، د ګل رګ درته ځنځير دى

د سحر وږمه دغس كړي، درته توره تسا ترې وير دى

تور د عشق په لمن پاكه، پوري شو ستا له فرياده

تا د عشق تصوير خراب كړو، څه دي وكړل اې بهزاده

ستا ازار ورته ګونه كړه، تكه زېړه رنـګ يې سپور دى

ستا سوړوالى دومره ډېر ؤ، چي مړ كړى يې د عشق اور دى

ستا له ډېره ستړي توبه، پړوكي پړوكي پروت دى ستړى

ستا له ډېرو ناتوانيو، هغه هم دى لكه مړى

په پياله كښې د شاعر خو، ژړاګانې د واړه دي

او د كور كالي يې لوخړې، اسويلي ساړه- ساړه دي

سرخوش توب له ميخانو دى، په غښتلي ګوټ پيدا كړي

د پردو خونو، كړكو كښې، د ختلي رڼا غلا كړي

رنځور غاړى مړغيژن او، تربت سر يې زوړند كښته

د غريب نه ساه وخيزي، د دربان په يوه لته

وچ لرګى لكه شپېلۍ شو، رنځېدلى غم زپلى

د آسمان ځنې ګيلې كړي، سر په چيغو نه شو غلى

خوشامنده او كينه يې، بس جوهر دى د هينداري

ناتواني خوږه مينه، لرغونى يې ملا د لاري

ډېر بدبخت او خوار او لاندي، زړه ختلى ياد په مات شو

يو نامراد او نااميده، د حجرې نه د جومات شو

وير ژړا د شاعر يووړه، وه چي ستا سره په پنګه

په مالت كښې يې خوب حرام كړو، كه هر څو نه وه دا رنګه

هاى په حال د هغه عشق دى، چي يې لمبه لاړه سړه شوه

دا راسره شوه په كعبه كښې، بت خانه كښې راغله مړه شوه

اې شاعره! كه څه نغدي، د ويناوو ستا سره دي

د ژوندون پر نوك يې كښېږده، چي كوټه او كه كره دي

ښيي لار د فكر شمع، د عمل په مخكښې زغلي

لكه تندر ته په وړاندي، برېښېدني تاليدلي

دي بايده چي صالح فكر، شي پيدا ستا په ادب كښې

په ستنه زغله تش لوښى، چي ستا خم دى په عرب كښې

بيا* عربي معشوقې ته، زړه ريبار كړه چي پخلا شي

چي د كرد( له تور ماښامه، د حجاز سحر پيدا شي

د عجم د باغ ګلونه، ټول كړل تا ډكي ځولۍ تا

هم د هند ايران ليدلي، د سپرليو ګل دلۍ تا

د شګلوړي بېديا تاؤ ته، لږه بيا كړه څټه كلكه

د خورما زاړه شراب خو، يو څو څاڅكي كړه بيا څكه

د عرب صحرا كه بټ دى، ته يې په غېږه كښې سر كښېږده

كه تود باد دى در نه تاو شي، دغه تن دي پكښې پرېږده

تا پېرى دي اړولى، په نمرو* رېښمين پستو كښې

راشه اوس يې ته عادت كړه، د خامتار په تنستو كښې

د رېډيو په تلګو كښې، كوي بنګړي له مودو راسي

د شبنم په فوارې تل، لكه ګل لانبي چي پاڅي

د تودو شګو صحرا ده، لږ خوې كښېينه په سينه كښې

ته يوه غوپه خو وخوره، په زمزم غوندي چينه كښې

لكه چوڼى به څو ژاړې، د ګل خوا كښې ناخوشحاله

په دې هسي باغيچو كښې، به تر څو ولرې ځاله

دې هما عزت موندلى، ستا د دام له بركته

ورځه خپله ځاله كښېږده، د دنګ غر پر سر اوچته

زول، ږلۍ، تندر په تخر كښې، داسي ځاله كړه ته سازه

چي بې شانه وي اوچته، له كنام* د كټه بازه

دا ژوندون د جنـګ ميدان دى، چي ته هم د جنـګ جوګه شې

چي د ژوند اور ته ورټوپ كړې، روح او تن پكښې لمبه شې