Actions

Da-dunya-da-nizam-asal-lahu-khudi-khuna-de

From IQBAL

د دنيا د نظام اصل له خودۍ ځنې دى

ورته ګوره د خودۍ نه، د دنيا ګرم بازار دى

د خودۍ رازونه سپړي، ترجمان د ساز هر تار دى

چي خودي شوه رابيداره، او دې وكړې غزونې

راښكاره يې يو جهان كړ، د پوهني ځان بينني

جهانونه جهانونه، پټ پراته د دې په ذات كښې

دا ډېر ډېر څه راپيدا كړي، چل يې شته دى په اثبات كښې

دې جهان په دښمنيو، بس په دې چل ولړلو

چي له ځانه يې ځان بيل او، يو پردى څيز وګڼلو

دا په خپله له خپل ځانه، د پردو وجود پيدا كړي

چي جنـګ تود شي خوند يې واخلي، او سړه دا خپله خوا كړي

كله ده په زور د مټو، وژلل كاندي له دې نيته

چي ځان وه تلي خبر شي، له خپل زور او له قوته

د خودۍ ژوندون له څه دى،؟ بس د ځان له تېر باسلو

ژوند هغه چي لكه ګل وي، بس د وينو په لامبلو

چي يو ګل د دې ارمان وي، سل چمنه ځكه وران كړي

د يوې نغمې دپاره، روا سل ژړا فغان كړي

يو اسمان لره ښايست كړي، سل سپوږمۍ او بلا ستوري

سل بحثونه كړي دپاره، د يوه مطلب د توري

ډېر زياتى او بې خوږتيا دي، دا د دې كبله كيږي

معنوي جمال يې شوق دى، چي تكميل ته ورسيږي

د شيرينې ښايست ګوره، تريخ فرهاد لره ژوندون كړو

سل هوسۍ يوې نافې يوړ، هم يې ژوند په ميږتون كړو

رڼا مخ كه نه د شمعې، ځلېدلى بلېدلى

د پتنګ به نه دا برخه، نه په اور به سوځېدلى

خودي ډېري د نن نخښې، و په خپل قلم صفا كړي

دا د دې دپاره كړي چي، د صبا سحر پيدا كړي

په شعلو سل ابراهيمه(، وسول دې په څو څو ځله

ان تر دې چي يې ډيوه كړه، د يوه محمد بله

دا د بخته په عمل كښې، كله څه شي كله څه شي

هم عامله هم معموله، هم اسباب علل څه نه شي؟

پاڅي! پاڅوي الوزي، برېښي هم په مخه تښتي

سوځوي ځلوي وژني، مري او بيا ليدى شي لوښتي

څه د وخت په لوى ميدان كښې، د دې اس په ترپو زغلي

دا چي پورته اسمان ويني، د پښو دوړي يې دي ختلي

دا دنيا ځولۍ د ګلو، بس د دې له ګلكارو ده

توره شپه د دې له خوبه، ورځ د دې له بيدارو ده

سرې سپرغۍ خورې ورې كړې، دى له خپلو شعلو اوره

جز پرست يې عقل څنګه، په تعليم سره كړو ګوره

چي د ځان په وژلو راشي، څنګه برخې برخې دا شي

لږه غوندي چي خوره شي، لويه دا لكه صحرا شي

كله كله ځان راټول كړي، دا و نغاړي وزرونه

له خوروالي را يو ځاى شي، و دريږي لكه غرونه

خپل جوهر ښكاره كوي دا، د خودۍ دغه عادت دى

په ذره ذره كښې وينه، ويده پروت د دې قوت دى

قوت دى خو پروت دى غلى، عمل كړو ته ناقلاره

سببونه مدام ګوري، د عمل د كړو دپاره

د دخودۍ له زور قوته، د دنيا د ژوند سمون دى

چي وي دا څومره مضبوطه، نو مضبوط هومره ژوندون دى

د خودۍ تورى چي ياد كړي، د يو څاڅكي كړم خبره

نو كه دى خړې اوبه وي، نو خپل ځان كړي مرغلره

د شراب خودي كمزوري، نو دوى ځكه بې جثه شول

چي په كوم صورت ؤ لوښي، چي ور پرېوتل هغه شول

دا منم د ځان په څېر كړي، هر صورت د شراب لوښى

خو زموږ له لاسه اخلي، حركت د شراب لوښي

كه لوړ غرونه خودي پرېږدي، نو به هم پرته صحرا شي

د درياب څپې څپې به، يې د عمر وير ژړا شي

موج په شكل څو د موج وي، په سينه د سيند په زرو ځي

د درياب پر اوږو باندي، د اوبو بېړۍ كښې سپور ځي

چي په ګيڼه كښې نور غونډ شو، ځكه شوې د ليدو سترګې

د جلوې په تلاش ګرځي مدام شوې په كتو سترګې

چي شينكي له خودۍ وموند، ؤ قوت د ټوكېدلو

نو د ده همت چمن ته، سينه څير كړه و ختلو

شمعې ځان ته چي ځان ووې، شوه مضبوطه ځان يې ځان كړو

دې ذرې كړلې راغونډې، نو د ځان كور يې ودان كړو

خو په ځان ويلي كولو، چي دا راغله ځان يې سپك كړو

خپلو اوښكو كښې يې خپله، جاله ډوبه ځان يې ورك كړو

كه غمى په خودۍ كلك واى، او خپل ځان يې پېژندلى

نو به وه د بل له لاسه، داسي ولي پرهر ژلى

د پردۍ نامې په پنګه، ده د ده نشه ختلې

درانه مار د پردي نوم دى، د ده ولي لګولې

په خپل ځان باندي ښه كلكه، هم محكمه ده دا مځكه

نو سپوږمۍ د دې له سره، چورلېدني كړي تل ځكه

چي د مځكې ځنې هم ډېر، په خپل ځان قوي دا لمر دى
لكه سحر يې نظر دى، او د مځكې ګل د سر دى

وړي له سترګو زنبونى، د چنار څومره شوكت دى

دى د ده له بركته، كه د غرونو څه عزت دى

تنسه بوده يې ښكاري، چي جامه د ده له اور ده

جره يې بس يوه دانه ده، خو سر هسكه په بر لور ده

د ژوندون په قوتونو، چي خودي ځان پهلوان كړي

كه ژوندون وړه واله وي، لكه بحر يې روان كړي